د امریکا د نیویارک ښار په کلني «اسراییل ډی پرېډ» کې به د دغه پروګرام د ۶۱ کلن تاریخ په اوږدو کې د لومړي ځل لپاره یو مسلمان پلاوی هم ګډون وکړي. د نیوکو او امنیتي اندېښنو سره سره، دغه ۳۰ کسیزه پلاوی وايي چې پرېډ کې به له زرګونو ګډونوالو سره یو ځای مارچ وکړي.
د پلاوي مشري په پاکستان کې زېږېدلې د بشري حقونو فعاله او د «امریکن مسلم اېنډ ملټي فېت وومن ایمپاورمنټ کونسل» مشره ډاکټره انیلا علي کوي.
ډاکټرې انیلا علي ویلي دي، چې د دوي په پلاوي کې امامان او ماشومان هم شامل دي. د هغې په وینا، د دغه ګډون موخه په نړۍ کې د یهود ضد احساساتو د زیاتېدو پر مهال له یهودي ټولنې سره د پیوستون څرګندول دي.
هغې ویلي: «د سپتمبر د یوولسمې له بریدونو وروسته، کله چې مسلمانان په امریکا کې له فشار او وېرې سره مخ وو، یهودي ټولنه له لومړیو هغو ډلو وه چې زموږ ملاتړ یې وکړ. موږ غواړو نن له هغوي سره خپل ملاتړ څرګند کړو.»
نوموړې دا هم ویلي، چې د اسراییل ضد مظاهرې د ټولو مسلمانانو دریځ نه منعکسوي او دوي غواړي وښيي چې د مسلمانانو او یهودانو ترمنځ سوله ییز ګډ ژوند ممکن دی.
د دې پرېکړې له اعلان وروسته ډاکټرې انیلا علي ویلي دي، چې د مرګ ګواښونه ورته شوي او ځینو کسانو ورته سپارښتنه کړې ده چې د پرېډ پر مهال مرمۍ ضد واسکټ واغوندي. خو هغې ویلي، چې د ګواښونو نه نهٔ وېرېږي او د خپل پیغام پر رسولو تمرکز کوي.
بلخوا، په نیویارک کې د یهوديانو ټولنې ګډې شورا د مسلمانانو د پلاوي د ګډون هرکلی کړی دی، خو د امنیتي دلایلو له امله یې د ګډونوالو د ساتنې په اړه نور جزییات نه دي ورکړي.
دا هر څه په داسې وخت کې کېږي چې د نیویارک په سیاسي کړیو کې هم د دې پرېډ په اړه بحثونه روان دي. د ښار مسلمان ښاروال، زهران ممداني، اعلان کړی چې سږ کال به په دغه پروګرام کې ګډون ونه کړي.
د راپورونو له مخې، دا له ۱۹۶۴ کال راهیسي لومړی ځل دی چې د نیویارک برحال یا موجوده ښاروال د «اسراییل ډې پرېډ» له ګډون څخه ډډه کوي، هغه پرېکړه چې د یهودي سازمانونو او د نوموړي د سیاسي مخالفینو له نیوکو سره مخ شوې ده.
دا کلنی لاریون هر کال ،د مې په ۳۱مه، د نیویارک ښار په منهټن سیمه کې ترسره کېږي او پکې امریکایي سیاستوال، د یهودیانو د ټولنې مشران او د اسراییل ملاتړي ګډون کوي.

شال نیوز