د امریکا د نیویارک ښاروال زهران ممداني اعلان کړی، چې هغه به سږ کال د اسراییل په ملاتړ جوړېدونکي کلني لاریون کې ګډون نه کوي. نوموړي ویلي، چې دا پرېکړه یې په غزه کې د روانې جګړې، د ملکي خلکو د مرګ ژوبلې او بشري ناورین پر ضد د احتجاج په توګه کړې ده.

 

زهران ممداني ویلي، په غزه کې زرګونه بې ګناه خلک وژلی شوي دي او ګڼ شمېر کورنۍ له لوږې، بمبارۍ او کډوالۍ سره مخ دي، ځکه نو هغه نه غواړي چې په داسې مراسمو کې برخه واخلي چې د اسراییل ملاتړ پکې کېږي.

 

دا کلنی لاریون هر کال ،د مې په ۳۱مه، د نیویارک ښار په منهټن سیمه کې ترسره کېږي او پکې امریکایي سیاستوال، د یهودیانو د ټولنې مشران او د اسراییل ملاتړي ګډون کوي. د نیویارک ښاروالۍ ویلي، که څه هم ښاروال به پخپله ګډون نه کوي، خو د لاریون د امنیت او نورو انتظامونو لپاره به ټول حکومتي ګامونه پورته کېږي.

 

د زهران ممداني په دې پرېکړه په امریکا کې د یهودیانو یو شمېر مشرانو او ځینو سیاستوالو نیوکې کړې دي، او ویلي یې دي چې دا کار د نیویارک د پخواني دود خلاف دی.

 

بلخوا د فلسطین ملاتړو او د بشري حقونو فعالانو د هغه دا دریځ ستایلی او ویلي یې دي چې نوموړي د غزې د خلکو غږ بدرګه کړی دی.

 

زهران ممداني تر دې وړاندې هم د فلسطینیانو د حقونو ملاتړ او په غزه کې د جګړې او بمبارۍ مخالفت کړی دی.