د بښنې نړیوال سازمان د پښتون ژغورنې غورځنګ د فعال غړي ،فریدالله اپریدي، د تښتول کېدو په اړه د خپلواکو، شفافو او اغېزمنو پلټنو غوښتنه کړې ده.
دغه سازمان په خپله خپره کړې اعلامیه کې ویلي، که فریدالله اپریدی د چارواکو په توقیف کې وي، نو باید د ساتنې ځای یې سمدستي څرګند او له کوم قید او شرط پرته خوشې کړل شي. سازمان دا هم ویلي دي، چې د هغه د نادرکه کېدو له مسؤلینو سره باید د نړیوالو بشري حقونو د اصولو له مخې قانوني چلند وشي.
بل لور ته، د پښتون ژغورنې غورځنګ مرکزي فعالانو عالمزېب مسید او رزاک صافي شال نیوز ته ویلي، چې د غورځنګ د پېښور څانګې غړو او د فریدالله اپرېدي کورنۍ په تېرو څو ورځو کې څو ځله د ټاون د پوهنتون سړک پولیس تاڼې ته مراجعه کړې، ترڅو د نوموړي د تښتول کېدو رسمي مقدمه درج کړي، خو د دوي په وینا، پولیسو د مقدمې له ثبتولو ډډه کړې ده. د سرچینو په خبره، پولیسو د رسمي ایف آيي آر پر ځای یوازې د روزنامچې یو عادي راپور لیکلی دی.

پاکستاني چارواکو او د خېبر پښتونخوا پولیسو تر اوسه د بښنې نړیوال سازمان د څرګندونو او د مقدمې د نه درج کېدو په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.
د بښنې نړیوال سازمان په خپله اعلامیه کې اندېښنه ښودلې، چې د فریدالله اپریدي بې درکه کېدل ښايي د پښتون ژغورنې غورځنګ د فعالانو د جبري بې درکه کولو او ځپنې د هغې لړۍ برخه وي، چې د بشري حقونو او خپلو سیاسي غوښتنو لپاره غږ پورته کوونکي کسان په نښه کوي.
د غورځنګ د مشرانو او فعالانو د معلوماتو له مخې، دا مهال د حنیف پښتون، نورالله ترین او عبدالصمد په ګډون یو شمېر نور فعالان هم په بېلابېلو زندانونو کې بندیان دي. همدارنګه د غورځنګ مخکښ مشر علي وزیر هم په د اوږدې مودې راهیسي په بېلابېلو قضیو کې زنداني پاتېدی.

د بشري حقونو فعالان وايي، دا ډول پېښې د پښتنو د حقونو غوښتونکو پر ضد د فشار، نیونو او د بیان ازادۍ د محدودولو د روان وضعیت څرګندونه کوي.

شال نیوز