د ګوادر پوهنتون وائس چانسلر، پروفېسر ډاکټر عبدالرزاق صابر، پرو وائس چانسلر ډاکټر سید منظور احمد او د هغوي نور ملګري د بلوچستان د مستونګ ضلعې له “کردګاپ” سیمي څخه راخوشي کړی شوي دي.

 

د سرچينو د معلوماتو له مخې، ټول راخوشي شوي کسان خوندي او په ښه روغتيايي حالت کې دي. ياد چارواکي د ،مې په ۱۴مه، په يو دولتي موټر کې له ګوادر څخه کوېټې ته روان وو، چې د مستونګ د کډکوچه سيمي ته نږدې ورسره اړيکه پرې شوې وه.

 

وروسته اندېښنې راپورته شوې وې، چې ښايي هغوي د وسلوالو کسانو له لوري تښتول شوي وي. سرچيني وايي، د يادې پېښې په ورځ ماښام مهال په کډکوچه سيمه کې وسلوالو کسانو ناکه لګولې وه او د تېرېدونکو موټرو تالاشي يې کوله.

 

د پېښې نه پس د بلوچستان په ګوادر کې د یاد چارواکو د راخوشي کولو لپاره ځایي خلکو او زده کوونکو احتجاجونه هم کړي وو.

 

د چارواکو په وینا، د امنيتي ادارو او ضلعي انتظاميې د پرله‌ پسې هڅو وروسته، نن ،د مې په ۲۴مه، ياد لادرکه شوي کسان د مستونګ له کردګاپ سيمي څخه په خوندي ډول راخوشي کړل شول.

 

 

پرو وائس چانسلر پروفیسر ډاکټر سید منظور احمد او وائس چانسلر ډاکټر عبدالرزاق صابر 

 

 

د ګوادر پوهنتون ادارې، د راخوشي شويو کسانو کورنيو او بېلابېلو ټولنيزو او تعليمي کړيو د دغو افسرانو پر خوندي راخوشي کېدو خوښي او ډاډ څرګند کړی دی.

 

د چارواکو لخوا د تښتوونکو په اړه کوم معلومات ندي وړاندې کړی شوي او نه هم دا معلومه شوې، چې یاد چارواکي په کومو شرائطو راخوشي کړی شوي دي.