د ګوادر اوسېدونکو د ګوادر پوهنتون د وائس چانسلر پروفېسر ډاکټر عبدالرزاق صابر، پرو وائس چانسلر ډاکټر منظور احمد، یو لېکچرار او د هغوي د موټر چلوونکي د خوندي راخوشي کېدو لپاره احتجاجي لاریون کړی دی۔

 

دغه لاریون، چې پکې زده کوونکو، ښاریانو، ټولنیزو فعالانو او د بېلابېلو برخو خلکو په ګڼ شمېر ګډون کړی و، د سیرت النبي چوک څخه پېل شو او تر سید یادګار چوک پورې وغځېد.

 

د احتجاج ګډونوالو وویل، چې یاد کسان لس ورځې وړاندې له ګوادر څخه کوېټې ته روان وو چې د مستونګ په سیمه کې لادرکه شول۔ د هغوي په وینا، له دې پېښې وروسته په ګوادر کې د خلکو اندېښنې زیاتې شوې دي۔

 

مظاهره چیانو وویل، استادان د هرې ټولنې مهمه شتمنۍ وي او د هغوي لادرکه کېدل نه یوازې د کورنیو، بلکې د ټول تعلیمي نظام لپاره د اندېښنې وړ خبره ده۔

 

تر اوسه د دغو کسانو د تښتولو ذمه واري کومې ډلې نه ده منلې۔ بلخوا د بلوچستان حکومت او امنیتي ادارو هم تر دې دمه د هغوي د ځای او حالت په اړه تفصیلي معلومات نه دي خپاره کړي، خو چارواکو ویلي دي چې د لادرکه کسانو د موندلو لپاره هڅې روانې دي۔

 

بلوچستان له تېرو څو کلونو راهیسي د ناامنۍ، هدفي بریدونو، تښتونو او جبري لادرکه کېدو له پېښو سره مخ دی۔ په ځانګړي ډول د مستونګ، کوېټې او مکران سیمو کې وخت په وخت د امنیتي پېښو راپورونه مخې ته راځي، چې له امله یې د خلکو اندېښنې زیاتې شوې دي۔

 

احتجاج کوونکو د بلوچستان له حکومت او اړوندو ادارو څخه غوښتنه وکړه چې د ګوادر پوهنتون وائس چانسلر، پرو وائس چانسلر، لېکچرار او موټر چلوونکی دې زر تر زره او خوندي راخوشي کړل شي، ترڅو د خلکو اندېښنې پای ته ورسېږي۔