د افغانستان د طبیعي پېښو پر وړاندې د چمتووالي ملي ادارې ویاند، محمد یوسف حماد ویلي، چې په تېرو ۴۸ ساعتونو کې د هېواد په ۱۷ ولایتونو کې د سختو ورښتونو، برېښنا، توپانونو او سېلابونو له امله لږ تر لږه ۲۸ کسان وژلی شوي او ۱۰ نور ټپیان شوي دي.
د نوموړي په وینا، په اغېزمنو ولایتونو کې کابل، پروان، کاپيسا، خوست، پکتیا، میدان وردګ، اروزګان، کندهار، هرات، بادغیس، سمنګان، سرپل، بغلان، تخار، بدخشان، لغمان او کونړ شامل دي.
چارواکي وایي، دغو پېښو نه یوازې انساني مرګ ژوبله اړولې، بلکې خلکو ته یې درانه مالي زیانونه هم اړولي دي. د راپورونو له مخې، ۱۷۶ کورونه په بشپړ ډول ویجاړ شوي او ۵۳۴ نور کورونه په جزوي ډول زیانمن شوي دي.
د طبیعي پېښو په وړاندې د چمتووالي ملي ادارې ویلي، چې د زیانمنو سیمو د سروې او بېړنیو مرستو لړۍ روانه ده، خو ډېرې اغېزمنې کورنۍ لا هم بېړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري.
افغانستان په وروستیو کلونو کې د اقلیمي بدلونونو له امله د سېلابونو، وچکالۍ او ناڅاپي توپانونو په څېر طبیعي پېښو له زیاتېدو سره مخ دی، چې د خلکو په ژوند او اقتصاد یې ژور اغېز کړی دی.

بریال منګل