د افغانستان په بېلابېلو ولايتونو، په ځانګړي ډول بغلان، بدخشان او ننګرهار کې ،د مې د ۲۰مې، راهيسي سختو بارانونو، سېلابونو او طوفانونو خلکو ته درانه ځاني او مالي زيانونه اړولي دي، چې پکې ګڼ کسان مړه او ټپيان شوي، لسګونه کورونه ويجاړ شوي او پراخې کرنيزې ځمکې او باغونه له منځه تللي دي.
په بغلان ولايت کې سېلابونو تر ټولو زيات زيانونه اړولي دي. د طبيعي پېښو اړوند چارواکو ويلي، چې په نهرين، مرکزي بغلان او برکې ولسواليو کې لږ تر لږه يوولس کسان مړه شوي او تر دوه سوو زيات کورونه ويجاړ شوي دي.
د راپورونو له مخې، د بغلان يو شمېر کورنۍ چې وار دمخه د تېر کال راهيسي د سېلابونو له امله بې ځايه شوې وې او په خيمو کې اوسېدې، اوس يو ځل بيا له سخت بشري بحران سره مخ شوې دي.
په ننګرهار ولايت کې هم سختو طوفانونو او بارانونو مرګ ژوبله اړولې ده. د اچين ولسوالۍ په يوه سيمه کې د کور دېوال او چت پرېوتو له امله د يوې کورنۍ درې غړي مړه او يو تن ټپي شوی دی. ځايي سرچيني وايي چې طوفانونو په اچين او سپين غر سيمو کې تر سلو زياتې ونې هم غورځولې دي.
بلخوا د بدخشان ولايت په خاش، وردوج، جرم، شهر بزرګ او ځينو نورو ولسواليو کې سېلابونو پراخ زيانونه اړولي دي. ځايي چارواکي وايي چې تر سلو زيات کورونه، کرنيزې ځمکې او باغونه له منځه تللي دي، کانالونه او سړکونه ويجاړ شوي او يو شمېر کسان مړه او لادرکه شوي دي.
چارواکي زياتوي چې د مرستو او سروې ډلې اغېزمنو سيمو ته رسېدلې دي او د زيانونو د کچې ارزونه روانه ده.
د روغتيا نړيوال سازمان ويلي چې په طبيعي پېښو کې ښځې او ماشومان تر ټولو زيات زيان ويني. ادارې خبرداری ورکړی چې د سېلابونو او نورو افتونو پر مهال او وروسته اميندوارې او شيدې ورکوونکې ښځې له سختو روغتيايي خطرونو سره مخ کېږي او د بېړنيو بشري مرستو ډېره اړتيا هم ښځې او ماشومان لري.
په همدې حال کې د هواپېژندنې ادارو د افغانستان په نولسو ولايتونو کې د نورو سختو بارانونو، سېلابونو او طوفانونو خبرداری هم ورکړی دی. د شديدو ورښتونو له امله د سالنګونو لويه لاره هم تړل شوې ده او خلکو ته سپارښتنه شوې ده چې تر بلې خبرتيا دې پر دغې لارې له سفره ډډه وکړي.
افغانستان له تېرو دوو کلونو راهيسي د اقليمي بدلون له امله د زلزلو، سېلابونو، سختو بارانونو او نورو طبيعي افتونو له دوامداره ګواښ سره مخ دی، چې له امله يې سلګونه کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې، زرګونه کورنۍ بې ځايه شوې او ګڼې سيمي له سخت بشري بحران سره مخ شوې دي.

بریال منګل