د بنو ضلعې د بارکزو اخوندخېل په سیمه کې د پولیسو او وسلوالو ترمنځه سخته نښته روانه ده، چې پکې پولیسو د ۱۲ وسلوالو د وژلو دعوه کړې ده۔

 

د پولیسو سرچینو ترمخه، وسلوالو په امنیتي ځواکونو برید کړی وو، خو پولیسو په ځوابي کارروایۍ کې سخت مقاومت کړی او د درنې ډزې باوجود یې خپل سرتیري په خوندي توګه تاڼې ته رسولې دي۔ چارواکي وایي، سیمي ته نور امنیتي ځواکونه هم غوښتل شوي دي۔

 

د بنو ضلعي هیډکوارټر روغتون ویاند محمد نعمان خطاب ویلي، روغتون ته یوه مړی او څلور ټپیان وروړی شوي دي۔

 

 

د بنو پولیس یو سرتیری د نښتې په مهال

 

 

پولیس وایي، د نښتې پر مهال یو ریټایرډ ایف سي سرتیری وژل شوی، په داسې حال کې چې څلور پولیس سرتیري او یو کم عمره ماشوم ټپیان شوي دي۔ ټپیان د علاج لپاره روغتون ته منتقل کړل شوي دي۔

 

بل لور ته د پاکستان پوځ ځواکونه هم سیمي ته رسېدلي او د لټون او پاکولو عملیات نور هم چټک کړل شوي دي۔ په سیمه کې موجود د پاکستانی پوځ سیمه ایز ویاند د دې پيښې پخلی کړی دی، البته د مرګ ژوبلې په اړه یې د پوليسو نه مختلفې شمیرې یادې کړی دي. 

 

ځايي سرچیني وایي، په بارکزو سیمه کې وسلوال په ګڼ شمېر موجود دي، چې له امله یې سیمه کې سخته ویره او تاوتریخوالی خپور دی او د دواړو خواوو ترمنځ وخت په وخت ډزې روانې دي۔

سرچینو دا هم ویلي دي چې وسلوالو د پولیسو یوه زغره واله ګاډي ته اور اچولی، خو چارواکو تر اوسه د دې دعوې پخلی نه دی کړی۔

 

بلخوا، د میریان تحصیل اسسټنټ کمشنر ،اخلاص سلیم، د بنو ضلعي روغتون دوره کړې، چرته چې هغه د وسلوالو په برید کې د ټپي شوو پولیس سرتیرو د وضیعت پوښتنه وکړه.

 

 

د میریان اسسټنټ کمشنر د پولیس سرتیرو د پوښتنې په مهال

 

 

دا په داسې حال کې ده چې شاوخوا دوه اوونۍ وړاندې وسلوالو د فتح خېل پولیسو پر چوکۍ برید کړی وو، چې پکې ۱۵ پولیس سرتیري وژلی شوي وو۔ همداراز تېره اوونۍ د لکي مروت سرای نورنګ بازار کې په یوه چاودنه کې د دوه ټرافیک پولیسو په ګډون ۱۱ کسان وژلی شوي وو۔

 

تر دې دمه کومې وسلوالې ډلې په دې اړه څه نه دي ويلي.