د بنوں د فتح خېل په پوليس چوکۍ کې د ځانمرګي برید له پېښې وروسته د وژل شوو پوليس سرتېرو شمېر ۱۲ ته رسېدلی، او د ژغورنې ډلې لا هم د نړېدلې ودانۍ له ملبې لاندې د ورکو کسانو د لټون هڅې کوي.
د پوليسو د سرچينو په وينا، د پېښې له ځایه د ۱۲ وژل شوو سرتېرو مړي را ايستلی شوي او د بنوں ډي ايچ کيو روغتون ته انتقال کړل شوي دي. همدارنګه درې ټپيان سرتېري ژوندي له ملبې را ايستل شوي او سمدستي روغتون ته لېږدول شوي دي.
چارواکي وايي چې د ژغورنې کارکوونکي لا هم د ملبې د پاکولو چارې پر مخ وړي، او د ورکو کسانو د موندلو لپاره هڅې روانې دي. د مرګ ژوبلې د زياتېدو احتمال هم ښودل شوی دی.
تر اوسه هېڅ ډلې د دې پېښې مسووليت نه دی منلی. امنيتي سرچينې وايي چې ځينې شکمن کسان نيولی شوي دي، خو د هغوي د تړاو په اړه نور جزيات نه دي ورکړل شوي.
يوې باوري سرچينې د نوم نه ښودلو په شرط ويلي چې دا ودانۍ د سيمي لپاره د څارنې او قوماندې مرکز و، خو دا معلومات تر اوسه په رسمي ډول نه دي تائيد شوي.
بل لور ته د بنوں رېجن ډي آی جي سجاد خان د پېښې وروسته ناوخته د ډي ايچ کيو روغتون دوره کړې او د ټپي شوو پوليس سرتېرو پوښتنه يې کړې ده. د پوليسو له خوا ويل شوي چې پلټنې روانې دي او نور جزيات به وروسته شريک کړل شي.
د بنو فتح خېلو په پولیس چوکۍ ،د مې په ۹مه، ماخوستن د بارودو ډک یو موټر په وسیله ځانمرګی برید شوی و ،چې د پړلیسو د سرچینو او لومړي معلوماتو لمخې، هدف ته تر رسېدو مخکې په نښه کړی شو. زوروزې چاودنې سره د چوکۍ د ودانۍ سره شاوخوا ۱۵ کورونه هم تباه شوي دي او نورو ودانیو ته هم زیان رسېدلی دی.

غلام اکبر مروت