د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ،مارکو روبیو، د پاکستان د پوځ د مشر فیلډ مارشال سید عاصم منیر تهران ته د رسمي سفر په اړه ویلي دي چې واشنګټن له نوموړي سره په دوامداره او لوړه کچه اړیکه کې دی.

 

په یوه مرکه کې مارکو روبیو د واشنګټن او تهران ترمنځ د سولې د هوکړې لپاره د پاکستان لخوا د منځګړیتوب هڅې خورا ستایلي، او ویلي یې دي چې په دې لړ کې اسلام اباد یو خورا د ستاینې وړ کار کړی دی.

 

نوموړي په سویډن کې خبریالانو ته وویل، په دې معامله کې اصلي منځګړی پاکستان پاتې شوی او اوس هم دی او موږ د هغوي له لارې خپل کار ته دوام ورکوو. روبیو زیاته کړه چې د خلیج هېوادونه هم په دې کې خپلې ګټې لري، خو له کوم هېواد سره چې په دې ټوله پروسه کې تر ټولو زیات کار کېږي، هغه پاکستان دی.

 

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د امریکا او ایران ترمنځ په مذاکراتو کې د څه ناڅه پرمختګ یادونه وکړه، خو زیاته یې کړه چې لا هم ډېر کار ته اړتیا شته. هغه تکرار کړه چې د ولسمشر ټرمپ په لومړیتوبونو کې دا شامل دي چې ایران باید هیڅکله اټومي وسله ترلاسه نکړي، او د غني شوي یورانیمو او د راتلونکي بډاینې مسایل په سر کې ځای لري.

 

روبیو وویل، چې موږ ټول غواړو چې له ایران سره یوه هوکړه وګورو، بحري لارې پرانیستل شي او هغوي خپل اټومي پلانونه پرېږدي. خو نوموړي دا هم په ډاګه کړه، چې که چېرې ایران د هرمز تنګي له پرانیستلو انکار وکړي، نو امریکا به د یو بل پلان لپاره کار وکړي.

 

دا څرګندونې په داسې حال کې مخې ته راځي چې فیلډ مارشال عاصم منیر ایران ته د یو مهم رسمي سفر لپاره تللی دی، چرته چې به هغه د امریکا او ایران ترمنځ د روان ناورین د هواري او د نازک اوربند د ساتلو په لړ کې د پاکستان لخوا د منځګړیتوب پر هڅو له ایراني مشرتابه سره وګوري.

 

د دې نه مخکې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر هم په تېرو لسو ورځو کې دوه ځل د ایران سفر کړی او هلته یې لوړپوړو چارواکو سره خبرې شوې دي.

 

واشنګټن د ایران په معامله کې د پاکستان لخوا د سولې منځګړیتوب خورا ستایلی او اسلام اباد یې په دې برخه کې د هڅو یو مهم محور بللی دی.