د امريکا او ايران ترمنځه د زياتېدونکو اخطارونو او د نازک اوربند د ماتېدو د خطر په ترڅ کې پاکستان خپلې سياسي هلې ځلې نورې هم تيزې کړې دي. د تېرې يوې اوونۍ نه په کمه موده کې يې په دويم ځل د کورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي تهران ته لېږلی، څو د دواړو هېوادونو ترمنځ ولاړې خبرې بېرته را ژوندۍ کړي.

 

سياسي سرچينو ويلي، چې د پاکستان استازي د ايران مشرتابه ته يو “ډېر مهم پېغام” رسولی دی، او ورسره يې دا اندېښنه هم څرګنده کړې چې که خبرې اترې پرمخ لاړې نه شي نو د اوربند د خرابېدو خطر به نور هم زيات شي.

 

سرچينې وايي اسلام اباد د تهران او واشنګټن ترمنځ د پېغامونو رسولو هڅې جاري ساتلې دي، خو د ايران د اټومي پروګرام، بنديزونو کې د نرمۍ، د هرمز تنګي د امنيت او د توغنديو د صلاحيتونو په ګډون پر مهمو سيمه ييزو موضوعاتو ژور اختلافات لا هم د پرمختګ مخه نيسي.

 

دا نوې سياسي رابطې په داسې وخت کې روانې دي چې امريکا او د هغې د منځني ختيځ ملګري پر ايران فشار زياتوي. د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د شورو په ورځ ويلي چې له ايران سره خبرې وروستي پړاو ته رسېدلې دي، خو خبرداری يې هم ورکړی چې که په ټاکلي وخت کې روغه ونه شي، نو پوځي بريدونه به بيا پېل کړي.

 

بل لور ته ايران هم خبرداری ورکړی، چې که امريکه بريد وکړي نو جګړه به له منځني ختيځ نه بهر سيمو ته هم وغځېږي. خو تهران دا هم ويلي دي چې د جګړې د مخنيوي لپاره يې ټولې لارې خلاصې پرې اېښې دي.

 

سياسي پوهان وايي د محسن نقوي د سفر پر مهال د ايران له ولسمشر مسعود پزشکيان او جنرال وحيدي سره ليدنې تر ډېره د خبرو اترو د دغه نازک بهير د ژوندي ساتلو لپاره وې. د نقوي د پرله پسې سفرونو وروسته دا اوازې هم تودې شوې دي چې د پاکستان د پوځ مشر فېلډ مارشل عاصم منير به هم ډېر زر ايران ته سفر وکړي، خو اسلام اباد تر اوسه د داسې کوم پلان پخلی نه دی کړی.

 

سرچيني وايي که څه هم پاکستان له ايران سره ښې اړيکې لري، خو د منځګړيتوب هڅې يې له ځينو پټو ستونزو سره هم مخ دي. ايراني کړۍ پاکستان ته د عرب خليجي هېوادونو او واشنګټن د نږدې ملګري په سترګه ګوري، په داسې حال کې چې اسلام اباد بيا د هند او ايران د نږدېوالي او د برېکس ډلې غونډو کې د تهران د ګډون په اړه اندېښنې لري.

 

سره له دې، د پاکستان دغو هڅو ته د خليج د هغو هېوادونو ملاتړ هم ترلاسه دی چې په سيمه کې د جګړې له پراخېدو او د تېلو د نړيوالو لارو د ناامنۍ وېره لري. د سعودي عرب د بهرنيو چارو وزير فيصل بن فرحان السعود پر اېکس د پاکستان د رول ستاينه کړې او ويلي يې دي چې رياض هيله لري چې ايران به له دې موقعې ګټه پورته کړي او د يوې پراخې روغې جوړې لپاره به چټک ګامونه واخلي.

 

هغه د ولسمشر ټرمپ هغې پرېکړې ته هم اشاره کړې ده چې سياسي خبرو ته يې د دوام موقع ورکړې، څو په هرمز تنګي کې د کښتیو تګ راتګ بېرته عادي حالت ته راوګرځي.

 

په ورته وخت کې د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردوان هم له ټرمپ سره په ټيليفوني خبرو کې د اوربند د غځولو هرکلی کړی او ويلي يې دي چې د شخړې د منلو وړ حل لا هم ممکن دی.

 

خو د واشنګټن او تهران ترمنځ بې باوري لا هم پر خپل ځای پاتې ده. ولسمشر ټرمپ خبريالانو ته ويلي، “موږ له ايران سره وروستي پړاو ته رسېدلي يو؛ يا به روغه کېږي او يا به داسې کارونه کوو چې ډېر سخت به وي، خو هيله ده خبره تر هغې ونه رسېږي.” هغه زياته کړې چې امريکايي ځواکونه د هر ډول پوځي اقدام لپاره بشپړ تيار دي.

 

بل لور ته تهران بيا امريکه تورنه کړې چې د جګړې د بيا پېلولو تياری نيسي. د ايران د سپاه پاسداران انقلاب له خوا په خپاره شوي بيان کې راغلي، “که پر ايران بيا تېری وشو، نو دا ځل به جګړه يوازې تر منځني ختيځه محدوده پاتې نه شي.”

 

ولسمشر مسعود پزشکيان هم په يو بيان کې ويلي، “ايران تل خپلو ژمنو ته ولاړ پاتې شوی او د جګړې د مخنيوي لپاره يې هره ممکنه لاره خپله کړې ده. زموږ له لوري ټولې لارې خلاصې دي. ايران د زور له لارې نه شي تسليمېدای. دوه اړخيز درناوی او سياسي خبرې د جګړې په پرتله هوښيارانه، خوندي او پايېدونکې لاره ده.”

 

همدا راز د ايران د قامي سلامتيا چارواکي ابراهيم عزيزي ويلي چې د امريکې پخوانيو تګلارو د واشنګټن “بې‌ وفايي” ثابته کړې او ايران هر ډول حالاتو ته تيار دی. د ايران د پارلمان سپيکر او لوړپوړي مذاکره کوونکي محمد باقر قاليباف هم ويلي چې د امريکا ښکاره او پټې نښې ښيي چې واشنګټن د ممکنه نويو بريدونو لپاره تياری نيسي.