د خېبر ضلعې د تيراه سيمي د مشرانو څلور ويشت کسيزې جرګې غړو ويلي، چې لوړپوړو حکومتي او امنيتي چارواکو ورته ډاډ ورکړی دی، چې د پاتې بې‌ کوره شوو کورنيو د مالي مرستو لړۍ پېل شوې ده او د هغوي د ستنېدو لپاره به د جون په لسمه وروستۍ پرېکړه کېږي.

 

د جرګې ګډونوالو شال نيوز ته وويل، چې دوي ،د مې په ۲۲مه، د پېښور په بالاحصار قلعه کې د فرنټير کور کمانډر آیي جي اېف سي ،راو عمران سرتاج، چيف سيکرټري شهاب علي شاه، د پېښور کمېشنر رياض محسود او نورو امنيتي او انتظامي چارواکو سره ليدلي دي.

 

دوي وويل، چې جرګې د تيراه د خلکو اندېښنې او خپګان چارواکو سره شريک کړل او ورته يې وويل چې خلک د معاوضو په ورکړه کې د ځنډ او خپلو سيمو ته د نه ستنېدو له امله سخت مايوسه دي.

 

د جرګې د غړو په وينا، چارواکو ورته ويلي دي چې د جون په لسمه به بيا غونډه کېږي او پکې به د بې‌ کوره شوو خلکو د بېرته ستنېدو وروستۍ نېټه اعلان شي.

 

سرچينو وويل، چې چيف سيکرټري جرګې ته ويلي، چې ،د مې په ۲۱مه، شاوخوا ۱۴۰۰ بې‌ کوره شوو کورنيو ته نغدي مرستې ورکړی شوې دي او پاتې مستحقو کورنيو ته به هم مرستې زر ورسول شي.

 

جرګې چارواکو ته ويلي، چې ګڼ شمېر کورنۍ د “کمزورې بهانو” له امله له معاوضې بې برخې پاتې دي او خلک د اوږدې بې‌ کوره ژوند له کبله له سختو اقتصادي او ذهني ستونزو سره مخ دي.

 

سرچيني وايي، چارواکو جرګې ته سپارښتنه کړې ده چې د اغېزمنو کورنيو کره نوملړ دې تيار کړي، څو د مرستو ورکولو عمل نور هم چټک شي.

 

په غونډه کې دا هم ويل شوي، چې حکومت په تيراه کې د پرمختيايي کارونو ترڅنګ د سرکاري دفترونو د انتقال پلان هم لري، څو خلک د خپلو ورځنيو چارو لپاره له باړې او پېښوره د تګ راتګ له ستونزو خلاص شي.

 

چارواکو ويلي، چې که څه هم د مستقلو دفترونو جوړول وخت غواړي، خو ځيني اهم دفترونه به په عارضي ودانيو کې زر فعال کړل شي.

 

د تيراه ګڼې کورنۍ د ۲۰۲۶ کال له پېل راهيسي د خراب امنيتي حالت او د ممکنه عملياتو له وېرې بې‌ کوره شوې دي. د رسمي شمېره ترمخه د تیراه نه ۳۳ زره کورنۍ بې کوره شوې دي خو د ځايي سرچينو ترمخه، اصل شمېر تر دې هم زیات دی، چې دا کورنۍ باړې، جمرود، پېښور او نورو سيمو ته کډه شوې وې.

 

په وروستيو مياشتو کې د تيراه د خلکو له خوا په باړه او پېښور کې څو احتجاجونه او جرګې هم شوې وې چې پکې يې د عزتمن ستنېدو، د بشپړو معاوضو او د سيمي د امن غوښتنه کړې وه. احتجاج کوونکو ويل، که حکومت د خلکو ستونزو ته پام ونه کړي نو خپل احتجاجي تحريک به نور هم پراخ کړي.

 

بل لور ته د “باره سياسي اتحاد” مشر هاشم خان ،د مې په ۲۲مه، په جرګه کې د خپلې ډلې پر نه بلل کېدو ناخوښي څرګنده کړې ده. هغه تور پورې کړی، چې چارواکو ورسره د اختر وروسته د جلا غونډې ژمنه کړې وه، خو بيا يې ګډون ته ونه بلل.

 

هاشم خان د تيراه د ۲۴ کسيزې جرګې پر رول هم نيوکې وکړې او ويې ويل چې دغه مشران د خلکو د اصلي ستونزو پر ځای خپلې شخصي ګټې خوندي کوي.