د خېبر ضلعې د تیرا درې هغه خلک چې د پوځي عملیاتو په نوم بې کوره کړل شوي دي، لا هم د نامعلوم حالت سره مخ دي او خپلو سیمو ته د ستنېدو په تمه دي.
د پوځ ۲۷مې بریګېډ او ضلعي انتظامیې د جرګو په لړ کې د سیمي مشرانو ته ویلي وو چې د ۶ نه تر ۷ وسله والو ډلو پر ضد به "سټرايک او کلین اپریشن" ترسره کېږي، او د سیمي له پاکېدو وروسته به خلک بېرته خپلو کورونو ته ستانه شي.
خو د ځايي مشرانو وینا بل څه وایي.
شال نیوز سره په خبرو کې د دوويشت کسيزي جرګې مشر ملک کمال الدین وویل چې تر اوسه پورې نه کوم پراخ عملیات ترسره شوي او نه یې کوم ښکاره اثر لیدل شوی دی.
هغه وويل چې، “که عملیات شوي وای، نو موږ به یې غږ، حرکت یا نتیجه لیدلې وای، خو داسې څه نه دي شوي.”
بل اړخ ته، د بې ځایه شوو خلکو لپاره د مالي مرستو بهیر هم ورو روان دی. د ملک کمال الدین په وینا، تر دې دمه یوازې اویا سلنه کورنیو ته معاوضه ورکړل شوې ده او پاتې دېرش سلنه لا هم د تصدیق په مرحله کې دي.
دا وضعیت اوس یوه مهمه پوښتنه راپورته کوي، که په سیمه کې عملیات نه وو، نو بیا ولې له یو لک نه زیات تیراوال، چې پکې ښځې، ماشومان او مشران شامل دي، د جنورۍ او فبرورۍ په یخ موسم کې له خپلو کورونو کډه کولو ته اړ کړل شول؟
ځايي خلک وایي چې دا بې ځایه کېدل یې ژوند سخت اغېزمن کړی دی. خلک د سرپناه، خوراک او روزګار له جدي ستونزو سره مخ دي، او تر اوسه يې د بېرته ستنېدو لپاره کوم واضح او عملي پلان نه دی وړاندې شوی.
د چارواکو له خوا که څه هم ژمنه شوې وه چې خلک به د اپرېل په لسمه بېرته خپلو سیمو ته ستانه شي، خو اوس د حالاتو په کتو دا هدف تر ډېره ناممکن ښکاري.
د ملک کمال الدین په وینا، تر څو چې مالي مرستې بشپړې نه شي او امنیتي وضعیت روښانه نه شي، د یو لک نه زیات تیراوالو راتلونکی لا هم په ابهام کې دی.

شال نیوز