د جمعیت علماء اسلام (ف) په غږ د بلوچستان په بېلابېلو سیمو کې ،د مې په ۲۲مه، د پټرولي توکو د بیو لوړېدو، ګرانۍ، بې روزګارۍ، ناامنۍ او د چمن ـ افغانستان پولې د پرله ‌پسې بندېدو پر ضد احتجاجي مظاهرې وشوې. د ګوند مشر مولانا فضل الرحمن په لارښوونه ترسره شوو دغو مظاهرو کې د ګوند کارکوونکو، سوداګرو، ځوانانو او عامو خلکو ګډون کړی و.

 

په ،اوستا محمد، کې مظاهره چیانو د ښار پر بېلابېلو سړکونو لاریون وکړ او له حکومته یې وغوښتل چې د پټرولو، ډیزلو، برېښنا، ګاز او نورو لومړنیو اړتیاوو د توکو بیې دې راکمې کړي.

 

د لاریون مشري د جمعیت علماء اسلام ځايي مشرانو صوفي خاوند بخش چنه، مولانا مهر الله جتک او مولانا عبدالقیوم حیدري کوله. ویناوالو وویل چې زیاتېدونکې ګرانۍ د عامو خلکو ژوند سخت کړی او د ورځني استعمال ډېر شیان د خلکو له وسه وتلي دي.

 

بلخوا په چمن کې هم د جمعیت علماء اسلام له خوا احتجاجي لاریون وشو چې د کالج روډ له ضلعي دفتره پېل شو او د چمن پریس کلب مخې ته په ولسي غونډه بدل شو.

 

غونډې ته د وینا پر مهال د ګوند مشرانو وویل چې د چمن پولې بندېدو د زرګونو کورنیو روزګار اغېزمن کړی دی او خلک له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي. د مظاهرو ګډونوال تر څو ساعتونو احتجاج وروسته په سوله ییز ډول خپاره شول او احتجاجونه پای ته ورسېدل.

 

په بلوچستان کې په روان وخت کې د نورو بنیادي سهولتونو ترڅنګ، د امنیت او اقتصاد ستونزو ځایي ولس د مشکلاتو سره مخ کړی دی.

 

د پاکستان او افغانستان ترمنځه د چمن پولې د بندېدو له امله ځایي ولس او سوداګر د سخت اقتصادي فشار سره مخ دي او له دوو کلونو راهیسي پرله پسې د پولې د خلاصېدو لپاره احتجاجونه کوي.

 

بل خوا پاکستان د دې پولې د بند ساتلو لامل هغه ناامني تو ترهګریز بریدونه ګڼي، چې پاکستان یې تور په هغه وسلوالو ډلو لګوي چې ،د دوي په وینا، په افغانستان کې مېشته دي، خو په افغانستان کې واکمن طالبان دا تورونه ردوي.