د چمن د لغړي اتحاد مشرانو حاجي اختر محمد، شبیر احمد او نورو، په چمن پرېس کلب کې یوې خبري غونډې ته د وینا پر مهال وویل چې له تېرو څو میاشتو راهیسي په چمن پوله د دوي مزدوري په بشپړه توګه بنده شوې ده.

 

دوي وویل، په داسې حال کې چې له سپین بولدک سره تړاو لرونکو کسانو ته د کار موقعې شته، د چمن ځايي خلک له دې حقه بې برخې دي. د لغړي اتحاد په وینا، دوي د بل چا د روزګار مخالفت نه کوي، خو ټینګار کوي چې د چمن خلکو ته هم باید د کار برابر فرصتونه ورکړل شي.

 

د غونډې ګډونوالو وویل، “پر موږ د مزدورۍ دروازې تړل شوې دي او موږ یوازې ننداره کوو”، او زیاته یې کړه چې د دې وضعیت له امله ګڼ شمېر کورنۍ له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي.

 

دوي له حکومتي چارواکو غوښتنه وکړه چې په چمن پوله دې د کار په وېش کې توپیري چلند پای ته ورسول شي او د چمن خلکو ته دې هم د سپین بولدک د خلکو په څېر د مزدورۍ موقعې برابرې شي.

 

د لغړي اتحاد مشرانو وویل، که وضعیت همداسې دوام وکړي، نو د سیمي خلک به له لا ډېرو ستونزو سره مخ شي. دوي دا هم وویل چې د بېکارۍ له امله “ماشومان د یوې ګولۍ ډوډۍ ته محتاج شوي” او ځیني کورنۍ اړ دي چې په لوږه ویده شي.

 

تر اوسه د دې ادعاوو په اړه حکومتي چارواکو خپل دریځ ندی څرګند کړی.