د عوامي نېشنل ګوند د خېبر پښتونخوا صدر میا افتخار حسين په باجوړ کې د مبينه کواډ کاپټر بريد په پېښه کې د دوو سکول ته تلونکو ماشومانو د وژل کېدو غندنه کړې، او ويلي يې دي، چې د پښتونخوا ولس نور د غلطو پرېکړو او لنډمهالو تګلارو بيه نه شي پرېکولی.
ميا افتخار حسين په خپل بيان کې ويلي، هغه ماشومان چې له سکوله خپلو کورونو ته روان وو، هېڅ ګناه يې نه لرله او د هغوي وژل کېدل د سختې اندېښنې وړ خبره ده. نوموړي پوښتنه کړې، چې تر کومه به د پښتونخوا خلک د ناامنۍ، ويرې او بې وسۍ ژوند ته پرېښودل کېږي.
هغه ويلي، که دا بريد د وسلوالو له خوا شوی وي، نو بيا د امنيتي ادارو او حکومت واکداري چرته ده؟ او که دا کواډ کاپټر د امنيتي ادارو و، نو د معصومو ماشومانو د وژل کېدو وضاحت دې ولس ته وړاندې کړل شي.
د عوامي نېشنل ګوند صوبايي مشر زياته کړې ده، چې دوي وړاندې هم خبرداری ورکړی و چې د وسلوالو بيا ځای پر ځای کول به خطرناکې پايلې ولري، او نن په ټوله صوبه کې زياتېدونکې ناامني د دوي د دريځ پخلی کوي.
ميا افتخار حسين وويل، پخوانۍ قبایلي ضلعې لا دمخه له ګڼو ستونزو سره مخ دي او دا ډول پېښې د خلکو د محرومۍ احساس نور هم زياتوي. هغه پر صوبايي او وفاقي حکومتونو غږ کړی چې د امن پر ځای کولو لپاره دې بېړني او عملي ګامونه پورته کړي. هغه زياته کړه چې د امن راوستل يوازې سياسي غوښتنه نه ده، بلکې د پښتونخوا د خلکو بنيادي حق او اړتيا ده.

شال نیوز