د پولیسو په وینا، د باجوړ ضلعې د ماموند تحصیل شاهي تنګي سیمه کې ،د مې په ۲۱مه، په یوه مبینه ډرون برید کې دوه ماشومان وژلی شوي دي.
د پولیسو ډي اېس پي نیاز محمد د پېښې پخلی کړی او ویلي یې دي چې ماشومان تر برید وروسته ژوبل شوي وو او د هغوي د روغتون ته د لېږدولو هڅه وشوه، خو دواړو په لاره کې ساه ورکړه.
ځایي سرچینو شال نیوز ته ویلي، چې پېښه هغه مهال رامنځته شوه چې ماشومان له سکول څخه خپلو کورونو ته روان وو. د وژل شویو ماشومانو له ډلې یو ۱۰ کلن حسن، د اسرار زوې او دویم ماشوم د سیمي د دیني عالم مولانا ممتاز ۱۲ کلن زوې ښودل کېږي.
د پېښې وروسته په سیمه کې سخته ویره او اندېښنه خپره شوې ده. ځايي اوسېدونکو د برید غندنه کړې او د پېښې د شفافو او رڼو پلټنو غوښتنه یې کړې ده.
سرچیني وایي چې د اغېزمنو کورنیو په کورونو کې د غم فضا خوره ده، او ګڼ شمېر خلک د پېښې ځای ته ورغلي دي.
تر اوسه حکومتي چارواکو د دې پېښې په تړاو نور رسمي تفصیلات نه دي خپاره کړي.

حسبان الله باجوړې