د چترال د شنو غرونو په غېږ کې د پټې شوې نړۍ او د هغې د جادويي ولس ،کلاش کيسه د يوې داسې بې سارې افسانې په څېر ده، چې د تاريخ حقيقي پاڼو او ساينسي څېړنو پکې روح پوکلی دی.
کله چې وخت لا ځوان و او د غرو سرونو د واورو سپينې پګړۍ پر سر کړې وې، د چترال په زړه کې درې داسې بې نومه درې وې چې بېخي د پېريانو او ښاپېريو د خوبونو باغونه ښکارېدل، چرته چې يوازې د چينو يخو اوبو غبرګې سندرې ويلې او نښترو پکې د باد په سُر نڅا کوله.
په دې افسانوي نړۍ کې غوسه، کينه او نفرت د غرو تر شا دفن دي او د دوي په کلتور کې د ژوند تر ټولو لویه لاره نڅا، موسيقۍ او خوشالۍ ته تسليمېدل دي. د تاريخ له پاڼو ورهاخوا، کله چې په درېيمې او څلورمې قبل الميلاد پېړۍ کې، يعنې دوه ويشت سوه کاله پخوا، د سکندر اعظم د لښکرو يو څو ستړي ستومانه سرتېري ،چې لار ترې ورکه شوې وه، د هندوکش له درو څخه تېر شول، نو د دغو هسکو غرو غېږې ته راغلل او داسې ويل کېږي لکه هغوي چې د دې مځکې د جادو په دام کې ګير شول.

د غرو نندارې، د اوبو شرنګار او د شنه اسمان پاکوالي د دوي زړونه داسې وتړل چې بېرته تګ يې هېر کړ، هغوي دلته پاتې شول، د چترال له ښاپېريو سره يې د ميني پيمانونه وتړل او له همدې پاکې، يوازيتوب او جادو څخه د کلاش په نوم يو ځانګړی او رنګين نسل وزېږېد، کوم چې په اصل کې د کوهستاني اندو آريايي نسل يو پاتې شونی دی، او ژبه يې کلاشا نومېږي، چې د داردي ژبو د کورنۍ يوه ډېره لرغونې څانګه ده.
د دوي د رګونو او ويني په اړه ډېر تاريخي شواهد ښيي چې کلاش د همدغو يوناني عسکرو او د سيمي د مقامي ولس د ګډ تمدن نخښه ده، او د جينیاتو ځیني څېړنې دا ثابتوي چې د کلاش په وينه کې د يورپ او د بحېره روم د خلکو د جينز نښې شته، چې د دوی رڼې سترګې، د وېښتانو ځانګړی رنګ او سپين پوستکي د دې حقيقت پخلی کوي.
خو د کلاش خلک پخپله سينه په سينه رارسېدلو تاريخي سندرو کې د يو لرغوني وطن يادونه کوي، چې سيام نومېږي او وايي چې موږ دلته د وخت له پېل څخه اوسېږو، موږ هغه وخت راغلي وو چې لا د غرو په سينه کې چيني نه وې بهېدلې او موږ د دې غرو روح يو چې روح کله هم له تنه جدا کېدای نه شي.

د لسمې مېلادي پېړۍ په شاوخوا کې کلاش قبيلو په ټول چترال باندې خپل حکومت جوړ کړ او د دوي تر ټولو نامتو او زړور باچا بلا سنګ نومېده، چې د هغه د مېړانې او قلاګانو يادونه نن هم د چترال په تاريخي اسنادو کې خوندي ده. په شپاړسمه او اوولسمه پېړۍ کې، کله چې له شمال څخه د مسلمانو واکمنانو لړۍ چترال ته راغله، نو د کلاش سياسي واکمني ورو ورو ختمه شوه او هغوي د خپل مذهب او کلتور د ساتلو لپاره د چترال د درېيو تر ټولو پټو او ليرې درو بمبوريت، رمبور او برير کې پناه واخيسته.
د کلاش ښځې لکه د رنګونو د باران داسې ګرځي او په خپلو تورو ورېښمينو جامو چې پراګډي ورته وايي، د رنګينو تارونو، کنجکو ، ګلونو او مرغيو داسې نقشونه وباسي چې ګواکې د پسرلي ټول رنګونه يې په خپل ځان پورې تړلي وي، او د هغوي د سر کنجکدارې خولۍ ،چې کوپاس نومېږي، او د سمندر په صدفونو ښکلې شوې وي، داسې ښکاري لکه د کومې لرغونې پاچاهۍ تاجونه چې يې پر سر وي.
د کلاش ښځې په ټولنه کې خورا ازادي لري خو د هغوي په کلتور کې يو ځانګړی جلا کور وي چې بشالي ورته وايي، چرته چې ښځې د ماشوم د زېږون او مياشتنۍ ناروغۍ پر مهال پاتې کېږي، او دا ځای خورا مقدس ګڼل کېږي.

د کلاش خلک د کال په بيلا بيلو موسمونو کې څلور ستر جشنونه لمانځي، چې تر ټولو لوي يې چوماس دی چې په ژمي کې د نوي کال د راتګ په خوښۍ کې نمانځل کېږي، او په دې مېلو کې هغوي د شرابو نذرونه وړاندې کوي، د مالدارۍ د برکت دعاګانې کوي او په شريکه نڅاوې کوي.
د کلاش په ولس کې مرګ ته د ژړا لاره نه ده خلاصه، کله چې د دوي کوم تن مړ شي، هغوي يې په مرګ باندې خفه کېږي نه، بلکې د هغه د روح د لمانځلو او د حقيقي خالق لور ته د رخصتولو لپاره ډولونه وهي، نڅاوې کوي او مېلمنو ته ډوډۍ ورکوي.

نن هم چې کله د چترال په درو باندې ماښام خپل د تيارې څادر غوړوي، د کلاش له کورونو د رباب او ډهول غږونه پورته کېږي، او دا د غرو د هاغه ولس رښتونی او ژوندی داستان دی چې د وخت د لويو سېلابونو په وړاندې يې خپل کلتور، رنګ او ژبه د تېرو دوه زره کالو راهیسي ژوندۍ ساتلې ده.

د غرونو زوې