زابل (شال نیوز) : د افغانستان د طالبانو مشر ملا هبت الله اخندزاده د زابل ولایت مرکز قلات ته د سفر پر مهال د دوو لویو جوماتونو د جوړولو بنسټ ډبرې اېښې دي. د طالبانو د چارواکو په وینا، له دغو جوماتونو یو د اختر د لمانځه لپاره پر ۷۰ جریبه ځمکه او بل پر ۱۴ جریبه ځمکه جوړېږي.

 

چارواکي وايي، د اختر د لمانځه لپاره ځانګړی شوی جومات به د قلات ښار د میزاني اډې په ختیځه برخه کې جوړ شي.

 

د بنسټ ډبرو اېښودلو په مراسمو کې د طالبانو د حکومت د اقتصادي چارو مرستیال ملا عبدالغني برادر، د استخباراتو مشر ملا عبدالحق وثیق، د زابل والي ملا شیر محمد شریف، د غزني والي، یو شمېر نورو چارواکو، دیني عالمانو او سوداګرو ګډون کړی و.

 

د طالبانو د چارواکو په وینا، ملا هبت الله اخندزاده غونډې ته په وینا کې د زابل د خلکو او د طالبانو د جنګیالیو د تېرو جګړو یادونه وکړه او ویې ویل چې د دې ولایت خلکو د جګړو پر مهال ډېرې قربانۍ ورکړې دي.

 

نوموړي له حکومتي چارواکو وغوښتل چې د جوماتونو او دیني مدرسو جوړولو او د دیني زده کړو پراختیا ته ځانګړې پاملرنه وکړي. هغه وویل، جوماتونه یوازې د لمانځه ځایونه نه دي، بلکې د دیني زده کړو او د خلکو د مذهبي روزنې لپاره هم مهم دي.

 

یوسفزی: هبت‌الله په کابل کې خلکو ته یوازې دا پيغام لره چې ښه مسلمانان شئ
یوسفزی: هبت‌الله په کابل کې خلکو ته یوازې دا پيغام لره چې ښه مسلمانان شئ

 

د طالبانو مشر همدارنګه د دیني عالمانو پر درناوي او د مذهبي ادارو پر پیاوړتیا ټینګار وکړ. د زابل طالب چارواکي وايي، د دغو دوو جوماتونو له جوړېدو سره به د قلات ښار اوسېدونکو ته د اخترونو، جمعې او نورو اجتماعي لمونځونو لپاره پراخ ځایونه برابر شي.

 

خو چارواکو تر اوسه نه دي ویلي چې د دغو جوماتونو پر جوړولو به څومره پیسې ولګېږي، لګښتونه به یې څوک ورکوي او ودانیزې چارې به یې کله بشپړې شي. د طالبانو مشر په وروستیو کې د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې د جوماتونو او دیني مدرسو پر جوړولو ټینګار کړی دی.

 

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زده کړو بندیز لا هم پر ځای دی او ښځو ته په پوهنتونونو کې هم د زده کړو اجازه نه ورکول کېږي.