کابل (شال نیوز) : افغان خبریال او د چارو شنونکی سمیع یوسفزی وایي، ولس په تمه وو چې ملاهبتالله اخندزاده اوږده موده وروسته کابل ته راغلی حتماً به اساسي موضوعات بحث شي او مهمې پرېکړې به واوروي، خو نوموړي خلکو ته یوازې دا پېغام لرلو چې ښه مسلمانان شئ.
یوسفزی وویل:
“طالبان افغان مېرمنې فقر ته پرېږدي چې سوال وکړي، خو تعلیم ته یې نه پرېږدي چې روزنه یې وشي او فقر له منځه لاړ شي. هبتالله خلکو ته یوازې دا پيغام لره چې ښه مسلمانان شئ. الحمدالله د افغانستان ټول خلک مسلمانان دي.”
په کابل کې د طالبانو د مشر، ملاهبتالله اخندزاده د فرمانونو د اغېزو په اړه جوړ شوی علمي او څېړنیز کنفرانس پرون د نومبر ۲۰مه د یوه پرېکړهلیک په خپرولو سره پای ته رسېدلی دی.
په خپله ملاهبتالله د کنفرانس په دویمه ورځ د نومبر ۱۷مه هم وینا وکړه او ټولې خبرې یې پر دې راټولې وې چې د ده اطاعت دې وشي، جوماتونه او مدرسې دې جوړې شي.
د کنفرانس په پای کې په خپاره شوي پرېکړهلیک کې هم ویل شوي چې د هبتالله اخندزاده فرمانونه د اسلامي شریعت له اصولو، دیني ارزښتونو او د ټولنې له اړتیاوو سره سمون لري او د حکومتي چارو د سمبالولو او د عدالت د ټینګښت لپاره مهم دي.
په پرېکړهلیک کې د طالبانو له حکومتي چارواکو غوښتل شوي چې د خپل مشر ټول فرمانونه، احکام، قوانین او لارښوونې په خپلو ادارو کې په بشپړه توګه پلي کړي.
د کنفرانس ګډونوالو د دیني عالمانو او استادانو د پوهاوي پر زیاتولو، د طالبانو د حکومت پر ملاتړ او د هېواد د یووالي او پرمختګ لپاره پر ګډو هڅو هم ټینګار کړی دی.
په پرېکړهلیک کې د طالبانو د مشر اطاعت او ملاتړ د اختلافاتو او فتنو د مخنیوي لامل بلل شوی او ویل شوي چې مسلمانان باید د شریعت په چوکاټ کې د خپل مشر اطاعت وکړي.
هبتالله اخندزاده په تېرو پنځو کلونو کې د حکومتي ادارو، عدلي چارو، تعلیم، د ښځو د کار او ټولنیز ژوند په ګډون په بېلابېلو برخو کې ګڼ فرمانونه صادر کړي دي.
د دغو فرمانونو یو شمېر، په ځانګړي ډول له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زدهکړو، په پوهنتونونو کې د ښځو پر تعلیم او په ګڼو ادارو کې د هغوی پر کار لګېدلي بندیزونه، د ملګرو ملتونو او د بشري حقونو د سازمانونو له نیوکو سره مخ شوي دي.
ملګرو ملتونو په وار وار له طالبانو غوښتي چې پر ښځو او نجونو لګېدلي محدودیتونه لرې کړي، خو طالبان وايي چې د دوی پرېکړې د اسلامي شریعت له مخې کېږي.
د کنفرانس په خپاره شوي پرېکړهلیک کې د فرمانونو د اغېزو په اړه د خپلواکو څېړنو، د عامو خلکو د نظرونو او د دغو فرمانونو د عملي پایلو تفصیلي معلومات نه دي ورکړل شوي.


شال نیوز