کابل (شال نیوز) : د طالبانو مشر ملا هبت‌الله اخندزاده په کابل کې له طالب چارواکو غوښتي چې د جوماتونو او دیني مدرسو د جوړولو چارې چټکې کړي او د خپلې واکمنۍ له فرصته په ګټې اخیستو د دغو دیني مرکزونو شمېر زیات کړي.

 

د طالبانو تر واک لاندې د افغاني سرې میاشتې د مطبوعاتي دفتر د معلوماتو له مخې، هبت‌الله اخندزاده د دفاع وزارت په یوه غونډه کې طالب چارواکو ته ویلي چې د جوماتونو او مدرسو جوړولو ته دې لومړیتوب ورکړي، ځکه د ده په وینا، ښايي په راتلونکي کې ورته داسې واکمني او موقع بیا په لاس ورنه شي.

 

نوموړي په ټینګار ویلي: «مسجدونه جوړ کړئ، مدرسې جوړې کړئ. زه کابل ته راغلی یم، په رب مې دې قسم وي، تر هغو نه ځم چې دلته د یوې لویې عیدګاه او مدرسې ډبره کېنږدم.»

 

هبت‌الله اخندزاده په خپلو خبرو کې دا هم ویلي چې کابل ته د سفر پر مهال یې د سهار اذان نه دی اورېدلی.

هغه د خپلو ملګرو له قوله ویلي: «دا خو کندهار نه دی، دلته جوماتونه سره لرې دي.»

 

د سرچینې په وینا، د طالبانو مشر د یوه لوی جومات د جوړولو په اړه د غونډې د ګډونوالو نظر هم غوښتی دی. کله چې یوه ګډونوال د پنځوس زره لمونځ کوونکو لپاره د جومات وړاندیز وکړ، نوموړي په موسکا ویلي چې دومره خلک به د جمعې لمانځه ته ورنه شي.

 

له دغې غونډې وروسته طالبانو اعلان کړی چې هبت‌الله اخندزاده د کابل ښار په چمن حضوري سیمه کې د یوه لوی جومات د جوړولو بنسټ ډبره اېښې ده. د طالبانو د معلوماتو له مخې، دغه جومات به د هبت‌الله اخندزاده په نوم جوړېږي او په یو وخت کې به د پنځو زرو لمونځ کوونکو ځای ولري.

 

د جومات د بنسټ ډبرې اېښودلو په مراسمو کې د طالبانو وزیرانو او د اوو زونونو والیانو ګډون کړی دی. هبت‌الله اخندزاده د دوشنبې په ورځ کابل ته تللی و او د کابل پوهنتون په یوه غونډه کې یې هم وینا کړې وه.

 

نوموړی په ۲۰۲۱ کال کې د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې تر ډېره په کندهار کې اوسېږي او په عامه غونډو کې ډېر کم راڅرګندېږي.

 

طالبانو د خپلې واکمنۍ پر مهال د جوماتونو او دیني مدرسو جوړولو ته ځانګړې پاملرنه کړې ده، خو په افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي لا هم تړلي دي او ښځې له پوهنتوني زده کړو هم منع شوې دي.

 

د طالبانو مشر په داسې حال کې د دیني مدرسو د جوړولو د چټکولو غوښتنه کړې چې د نجونو د ښوونځیو او پوهنتونونو د بیا پرانیستلو په اړه یې کوم نوی اعلان نه دی کړی.