چاغي (شال نیوز) : د بلوچستان د چاغي ضلعې په نوکنډۍ سیمه کې امنیتي ځواکونو د بې اسناده بهرنیو وګړو پر ضد د کارروایو پر مهال ۶۲ افغان وګړي نیولي دي. ځايي سرچینو ویلي چې امنیتي ځواکونو د نوکنډۍ او شاوخوا سیمو پر بېلابېلو لارو تالاشۍ کړې او دغه کسان یې نیولي دي.
د نیول شویو کسانو له ډلې یوه افغان وګړي رسنیو ته ویلي چې په افغانستان کې د کاروبار او روزګار د موقعو د نشتوالي له امله غواړي نورو هېوادونو ته ولاړ شي او هلته کار پیدا کړي.
د سرچینو په وینا، امنیتي ځواکونو په نوکنډۍ او شاوخوا سیمو کې د بې اسناده بهرنیو وګړو پر ضد کارروایۍ زیاتې کړې دي او پر بېلابېلو لارو د خلکو د اسنادو کتنه هم روانه ده.
تر اوسه دا نه ده څرګنده شوې چې نیول شوي افغان وګړي کوم ځای ته لېږدول شوي او د هغوی په اړه به څه پرېکړه کېږي. د دغو نیونو په اړه د بلوچستان د حکومتي چارواکو رسمي دریځ تر اوسه نه دی ترلاسه شوی.


نعيم اچکزئي