نوشکي (شال نیوز) : د بلوچستان د نوشکي ضلعي په کیشګي سیمه کې ناپېژاندو وسله‌ والو د افغان کډوالو پر یوه موټر ډزې کړې دي، چې له امله یې درې کسان وژل شوي او درې نور ټپیان شوي دي.

 

د راپورونو له مخې، وژل شوي او ټپیان ټول افغان کډوال دي. د پولیسو په وینا، پېښه تېره شپه هغه مهال رامنځته شوې چې د افغان کډوالو موټر د کیشګي له سیمې تېرېده، خو ناپېژاندو وسله‌والو پرې ډزې وکړې.

 

د ډزو په پایله کې په موټر کې سپاره درې کسان پر ځای وژل شوي او درې نور ټپیان شوي دي. د پېښې له خبر ترلاسه کېدو سره سم پولیس د پېښې ځای ته ورسېدل او د وژل شویو کسانو جسدونه او ټپیان یې روغتون ته ولېږدول.

 

پولیسو ویلي، د پېښې په تړاو یې پلټنې پیل کړې دي، څو د برید ښکېل کسان وپېژني او ونیسي. د چارواکو په وینا، تر اوسه د ډزو لامل نه دی معلوم شوی.