کابل (شال نیوز) : د افغانستان د خلکو د اسلامي وحدت ګوند مشر محمد محقق ویلي چې د طالبانو سیاسي مخالفان د هغوی په حکومت کې څوکۍ او مقام نه غواړي، بلکې د افغانستان د سیاسي راتلونکي په اړه بین الافغاني مذاکرات غواړي.
محمد محقق دا څرګندونې د طالبانو د مشر ملا هبت الله اخندزاده هغې بلنې ته په غبرګون کې کړې دي چې سیاسي مخالفانو ته یې افغانستان ته د بېرته ستنېدو او په حکومت کې د ګډون وړاندیز کړی و.
محقق پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي چې د افغانستان د روان سیاسي کړکېچ د هواري لپاره باید د افغانانو ترمنځ خبرې وشي، یوه لنډمهاله اداره جوړه شي، نوی اساسي قانون جوړ شي او د راتلونکي سیاسي نظام په اړه هوکړه وشي.
نوموړي ویلي چې د طالبانو د مشر بلنه روښانه سیاسي او قانوني بنسټ نه لري او په دې ډول وړاندیزونو د افغانستان سیاسي ستونزې نه شي هوارېدای.
د طالبانو مشر ملا هبت الله اخندزاده د نومبر په ۱۷مه په کابل پوهنتون کې یوې غونډې ته د وینا پر مهال ویلي وو چې سیاسي مخالفان کولای شي هېواد ته ستانه شي او که وړتیا ولري، د طالبانو په حکومت کې برخه واخلي.
خو محمد محقق دغه غونډه د طالبانو د حکومت لپاره د مشروعیت ترلاسه کولو هڅه بللې او ویلي یې دي چې دا ډول غونډې د خلکو د ازادې ارادې ځای نه شي نیولی. محقق د طالبانو د مشر پر هغو څرګندونو هم نیوکه کړې چې ویلي یې وو، د افغانستان ټول وګړي د حنفي مذهب پیروان دي.
هغه ویلي چې په افغانستان کې د حنفي مذهبو ترڅنګ شیعه ګان، اسماعیلیان او سلفیان هم ژوند کوي او د هغوی له مذهبي هویت څخه انکار د هېواد له تاریخي او ټولنیزو حقیقتونو سترګې پټول دي.
د محقق په وینا، د مذهبي تنوع نه منل د افغانستان ملي یووالي او سیاسي ثبات ته زیان رسولای شي. طالبانو تر اوسه د محمد محقق د دغو څرګندونو په اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.


شال نیوز