کابل (شال نیوز) : د طالبانو مشر، هبت‌الله اخندزاده په کابل پوهنتون کې د ده د فرمانونو د اغېزو څېړلو په اړه علمي - څېړنیز کنفرانس کې خپلو مخالفانو ته بلنه ورکړه چې افغانستان ته ستانه شي او وړتيا ته په کتو څوکۍ هم ورکوي.

 

هغه مخالفانو ته په خطاب کې وویل: “خپل وطن ته را ستانه شئ او استعداد ته په کتو څوکۍ هم درکوو. په زړو اعمالو چا سره حساب نه کوو او نوې فتنې مه رامنځته کوئ.”

 

اخندزاده ادعا وکړه، ټول افغانان له توپیر پرته افغانستان کې امن ژوند کولای شي. تر اوسه د طالبانو مخالفو جبهو د هبت‌الله اخندزاده یادې بلنې ته غبرګون نه دی ښودلی.

 

اخندزاده ادعا کړې، افغانستان کې اوس د ژبې، سمت او قوم په نوم د پالنې موضوعات نشته او اصولو ته په کتو هر چا ته خپل حق سپارل کېږي او په خبره یې فتنه د عام وګړو د تباهۍ سبب کېږي.

 

هغه وویل چې افغانان باید د اسلامي امارت له تعریف او حقیقت سره اشنا شي او د واک ساتلو لپاره افغانان سره نه جنګوي.

 

طالب مشر وايي: “وعده درسره کوم چې د خپل واک ساتلو لپاره مسلمانان خپلو کې نه سره جنګوم. مومنان باید د یوه وجود په څېر شي او د یوه او بل ملاتړ وکړي او الله تعالی د یووالي او یو موټي‌والي امر کړی دی.”

 

هغه زیاته کړه، د فتنې له‌منځه تلو لپاره باید قرباني ورکړل شي او ویې ویل، د فتنې د دروازو تړلو لپاره یې د اسلامي امارت قیادت قبول کړی دی.

 

اخندزاده دغه راز وویل: “زما بدن دې وسوځول شي، خو مسلمانان دې له فتنې وژغورل شي. زما له تنفیذي امر پرته قصاص او حدودو نه اجرا کېږي.”

 

نوموړي وویل، د اسلامي امارت پرته د شریعت تطبیق ناممکن دی او په خبره یې، یووالی د امیر په مرسته رامنځته کېږي. د ده په وینا، که علما سره متفق شي هېڅوک یې مقابله نشي کولی.

 

اخندزاده زیاته کړه، که څوک د منکر په مخنیوي کې ووژل شي بهترین شهید دی او ده زیاته کړه، علمای کرامو نن د دې وخت دی چې دین ورسول شي، فکرونه جوړ شي او امارت ور وپېژندل شي.