مردان (شال نیوز) : د خېبر پښتونخوا د ګورنر د صحت سلاکارې نګار جوهر ویلي چې د مردان د نوي ډي اېچ کیو روغتون لپاره ۴۰ کروړه روپۍ جاري شوې دي او ټاکل شوې چې دغه روغتون په راتلونکې یوه میاشت کې فعال شي.
نګار جوهر د نومبر په ۱۹مه د مردان او صوابۍ د نویو ډي اېچ کیو روغتونونو د دورې پر مهال وویل چې د مردان د زر بسترو روغتون د جوړېدو کارونه وروستي پړاو ته رسېدلي او پاتې چارې به یې په یوه میاشت کې بشپړې شي.
هغې وویل چې دغه روغتون به د علاج په جدیدو اسانتیاوو سمبال وي او د پېښور د لویو روغتونونو په څېر به خلکو ته طبي خدمات وړاندې کوي.
د صحت سلاکارې اړوندو چارواکو ته هدایت وکړ چې د روغتون پاتې کارونه دې په یوه میاشت کې بشپړ کړي. هغې وویل چې د روغتون د بشپړولو لپاره به د پیسو د کموالي ستونزه نه وي.
نګار جوهر دا هم وویل چې وزیراعظم په مردان کې د زړه د ناروغیو د علاج لپاره د ځانګړي مرکز د جوړولو ډاډ ورکړی دی. د هغې په وینا، د دغه مرکز له جوړېدو سره به د مردان او شاوخوا ضلعو خلکو ته د زړه د ناروغیو د علاج اسانتیاوې برابرې شي.
د صحت سلاکارې د صوابۍ د نوي ډي اېچ کیو روغتون دوره هم وکړه او د پرانیستې لپاره یې د تیاریو جاج واخیست. هغې وویل چې د ۱۳۰ بسترو دغه روغتون به د نومبر په ۲۱مه د خېبر پښتونخوا ګورنر فیصل کریم کنډي پرانیزي.
نګار جوهر د دواړو روغتونونو د جوړېدو په چارو کې د مردان کمشنر هڅې وستایلې او ویې ویل چې د اړوندو ادارو ترمنځ د هغه د رابطو له امله د روغتونونو په کارونو کې پرمختګ شوی دی.
د هغې په وینا، د مردان او صوابۍ د نویو روغتونونو له فعالېدو سره به د سیمې خلکو ته د علاج نورې اسانتیاوې برابرې شي او د پېښور پر لویو روغتونونو به د مریضانو بوج هم راکم شي.


پامیر جان