پېښور (شال نیوز) : په خیبر پښتونخوا کې د روغتیايي اسانتیاوو کمښت او د طبي کارکوونکو د نشتوالي اندېښمنوونکې وضعه څرګنده شوې ده، چې له مخې یې د ۴ کروړو څخه زیاتو وګړو لپاره یوازې ۸ زره او ۲۴ ډاکټران دي.

 

د راپورونو له مخې، په دې حساب په دغه صوبه کې د هر ۵ زره څخه تر ۶ زره وګړو لپاره یوازې یو ډاکټر موجود دی، چې له امله یې خلکو ته د درملنې او روغتیايي خدمتونو په ترلاسه کولو کې ګڼې ستونزې پېښېدای شي.

 

راپورونه وايي چې په خیبر پښتونخوا کې د دولتي روغتیايي مرکزونو وضعیت هم د اندېښنې وړ دی. د بېلابېلو ډولونو له ۲۰۰ څخه زیات دولتي روغتیايي مرکزونه غیر فعال دي، په داسې حال کې چې په دولتي روغتونونو کې د بسترو له سخت کمښت سره هم مخ دي.

 

د راپور له مخې، د خیبر پښتونخوا په دولتي روغتونونو کې ټولټال ۱۸ زره او ۴۳۲ بسترې موجودې دي، خو د ولایت د وګړو د اړتیاوو پوره کولو لپاره شاوخوا ۶۴ زره بسترو ته اړتیا ده. په دې توګه په روغتونونو کې د موجودو او اړینو بسترو ترمنځ د ۴۵ زره او ۵۶۸ بسترو لوی واټن موجود دی.

 

راپور زیاتوي چې د ډاکټرانو اوسنی شمېر د وګړو په تناسب ډېر کم دی، چې له امله یې ناروغان د طبي معایناتو او درملنې په برخه کې له ستونزو سره مخ کېدای شي. بل لوري ته، د دولتي روغتیايي مرکزونو تړل کېدو هم خلکو ته د لومړنیو روغتیايي خدمتونو د رسولو بهیر له خنډونو سره مخ کړی دی.

 

په همدې حال کې، د خیبر پښتونخوا د روغتیا سلاکارې، متقاعدې لیفټننټ جنرالې نګار جوهر د یوې غونډې پر مهال ویلي چې د صوبې د روغتیايي نظام د ښه کولو لپاره د مېډیکل ټېچنګ انسټیټیوټس قانون کې د بدلونونو او د دولتي روغتونونو د پلټنې پرېکړه شوې ده.

 

نوموړې ویلي چې په روغتیا کارت (صحت کارډ) کې شته نیمګړتیاوې به هم له منځه یووړل شي او دغه نظام به لا ښه کړل شي، څو خلکو ته د درملنې د اسانتیاوو په برابرولو کې ښه والی راشي.

 

د یادونې وړ ده چې په خیبر پښتونخوا کې د ډاکټرانو کمښت، د روغتیايي مرکزونو غیر فعال پاتې کېدل او په روغتونونو کې د بسترو نشتوالی هغه مهمې ستونزې دي چې د حل لپاره یې د حکومتي اصلاحاتو او روغتیايي اسانتیاوو پراختیا ته اړتیا ده.