منیلا (شال نیوز) : د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ایران ته خبرداری ورکړی چې که پر واشنګټن د کیمیاوي وسلو یا راډیو اکټیف بم برید وکړي، نو له داسې سخت غبرګون سره به مخ شي چې په وینا یې تر دې وړاندې هېڅ هېواد نه دی لیدلی.

 

ټرمپ د نومبر په ۱۷مه د فلیپین په پلازمېنه مانیلا کې خبریالانو ته وویل چې امریکايي چارواکي د ایران د احتمالي برید په اړه خپاره شوي راپورونه جدي نیسي او په دې اړه پلټنې کوي. هغه وویل، هیله لري چې داسې برید به ونه شي، خو که ایران دا کار وکړي، نو درنه بیه به پرې کړي.

 

د امریکا سي اېن اېن ټلوېزیون د اوو امریکايي چارواکو په حواله راپور ورکړی چې استخباراتي ادارو داسې معلومات ترلاسه کړي چې له مخې یې ایران ښايي په واشنګټن کې د ټرمپ د حکومت د لوړپوړو چارواکو پر ضد د کیمیاوي وسلو یا راډیو اکټیف بم د کارولو پلانونه جوړوي.

 

راډیو اکټیف هغه خطرناک مواد دي چې له ځان څخه داسې پټه انرژي خپروي چې انسان ته زیان رسوي. دا ډول بم د عادي چاودېدونکو موادو په وسیله دغه خطرناک مواد شاوخوا سیمو ته خپروي، خو د اټومي بم په څېر اټومي چاودنه نه کوي.

 

د سي اېن اېن د راپور له مخې، امریکايي استخباراتي ادارو د احتمالي برید د ځایونو او هدفونو په اړه هم معلومات ترلاسه کړي دي، خو چارواکي لا په دې اړه یوه خوله نه دي چې ایران د داسې برید توان لري او که نه.

 

ځینو چارواکو ویلي چې ترلاسه شوي معلومات ښايي د ایران له لوري د احتمالي بریدونو د امکاناتو د ارزونې برخه وي، نه دا چې تهران دې د برید وروستۍ پرېکړه کړې وي.

 

د راپور له مخې، امریکايي استخباراتي ادارو داسې خبرې هم ترلاسه کړې چې ګواکې ایران له وړاندې په امریکا کې د بم جوړولو ځینې مواد پټ کړي دي، خو د دغو معلوماتو اعتبار لا نه دی ثابت شوی.

 

سپینې ماڼۍ ویلي چې د امریکا امنیتي ادارې ټول احتمالي ګواښونه څاري، خو اوس مهال د امریکا خاورې ته د کوم باوري برید شواهد نه لري. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو هم ویلي چې پر واشنګټن د سمدستي برید کوم ګواښ نه ویني، خو امنیتي ادارې یې د احتمالي خطرونو څارنه کوي.

 

سي‌ ان‌ ان: امریکا د ایران د احتمالي برید په اړه استخباراتي معلومات ترلاسه کړي؛ تهران تورونه ردوي
سي‌ ان‌ ان: امریکا د ایران د احتمالي برید په اړه استخباراتي معلومات ترلاسه کړي؛ تهران تورونه ردوي

 

بلخوا، ایران دغه تورونه په کلکه رد کړي دي. د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي پر اېکس لیکلي چې د امریکا په رسنیو کې خپاره شوي تورونه بې‌بنسټه او جوړ شوي دي. هغه ویلي چې د دغو راپورونو موخه د ایران پر ضد د نورو پوځي بریدونو لپاره زمینه برابرول دي.

 

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي هم دغه ادعاوې رد کړې او ویلي یې دي چې دا ډول تبلیغات د عراق د جګړې له پیل وړاندې خپرو شوو ادعاوو ته ورته دي. دا څرګندونې په داسې وخت کې شوې چې د امریکا او ایران ترمنځ جګړه او پوځي کړکېچ دوام لري.

 

امریکا او اسرائیلو د روان کال د فبرورۍ په ۲۸مه پر ایران بریدونه پیل کړل او ایران په ځواب کې پر اسرائیلو او په سیمه کې د امریکا پر پوځي اډو بریدونه وکړل. له دې سره سره، د جګړې د پای ته رسولو لپاره د عمان او قطر په منځګړیتوب ډیپلوماتیکې هڅې هم روانې دي.

 

تر اوسه داسې خپلواک شواهد نه دي وړاندې شوي چې وښيي ایران پر واشنګټن د کیمیاوي وسلو یا راډیو اکټیف بم د برید پرېکړه کړې ده.