واشنګټن (شال نیوز) : امریکايي خبري شبکې سي ان ان د اوو امریکايي چارواکو له قوله راپور ورکړی چې د امریکا استخباراتي ادارو داسې معلومات ترلاسه کړي چې له مخې یې ایران ښايي په واشنګټن کې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د حکومت پر لوړپوړو چارواکو د چټل بم یا کیمیاوي وسلې د کارولو پلانونه جوړوي.
سي ان ان د نومبر پر ۱۶مه په خپل ځانګړي راپور کې ویلي چې د امریکا چارواکي لا هم په دې اړه یوه خوله نه دي چې ایران د داسې برید توان لري او که نه او ایا غواړي دا پلان عملي کړي.
د راپور له مخې، دوو امریکايي سرچینو ویلي چې په استخباراتي معلوماتو کې د احتمالي برید ځینې ځایونه او هدفونه هم یاد شوي دي. دغو معلوماتو امریکايي امنیتي ادارې اړ کړې چې د احتمالي خطر د مخنیوي لپاره بېړني تدابیر وڅېړي.
خو سرچینو ټینګار کړی چې دا معلومات د نږدې برید معنا نه لري او تر اوسه داسې شواهد نه شته چې ایران دې د برید د عملي کولو پرېکړه کړې وي. د سپینې ماڼۍ ویاندې لورن بېس سيانان ته ویلي چې د امریکا حکومت ټول احتمالي ګواښونه څاري، خو دا مهال د امریکا خاورې ته کوم باوري ګواښ نه شته.
د ایران استازولۍ په ملګرو ملتونو کې د کیمیاوي وسلو د کارولو تورونه رد کړي دي. استازولۍ ویلي چې ایران په هر ډول حالاتو کې د کیمیاوي وسلو کارول ناروا ګڼي او په دې اړه خپرې شوې ادعاوې ناسمې بولي. خو د ایران استازولۍ د چټل بم د احتمالي پلان په اړه جلا وضاحت نه دی ورکړی.
په همدې حال کې د امریکا مرستیال ولسمشر جيډي ونس له فاکس نیوز سره په مرکه کې ویلي چې ولسمشر ډونالډ ټرمپ نه غواړي له ایران سره جګړه اوږده شي. ونس ویلي چې امریکا به په داسې جګړه کې ښکېله نه پاتې کېږي چې لس یا پنځلس کاله دوام وکړي، بلکې د دوو کلونو جګړه هم نه غواړي.
هغه ویلي چې ټرمپ د جګړې د پای ته رسولو لپاره پوځي او ډیپلوماتیک انتخابونه لري. بل لور ته د ایران د پارلمان مشر محمدباقر قالیباف د نومبر پر ۱۷مه د نیویارک ټایمز د یوه راپور په غبرګون کې امریکا او اسرائیلو ته خبرداری ورکړی دی.
قالیباف پر اېکس لیکلي چې که د ایران توغندیزو مرکزونو ته نږدې بندونه د پوځي او ملکي دواړو موخو لپاره کارېدونکي تاسیسات ګڼل کېږي، نو د امریکا او اسرائیلو پوځي اډو ته نږدې بندونه، بندرونه او برېښناکوټونه هم د همدې منطق له مخې ارزول کېدای شي.
د هغه دا څرګندونې په داسې وخت کې مخې ته راغلې چې د امریکا او ایران ترمنځ جګړه روانه ده او د دواړو هېوادونو د اړیکو د ښه کېدو لپاره ډیپلوماتیکې هڅې لا کومې څرګندې نتیجې ته نه دي رسېدلې.


شال نیوز