ګوادر (شال نیوز) : د بلوچستان د ګوادر ضلعې کنټاني بارډر له شپږو میاشتو زیاتې بندۍ وروسته یو ځل بیا د کاروباري فعالیتونو لپاره پرانیستل شوی دی. د ګوادر د ډپټي کمشنر نقیب الله کاکړ په لارښوونه د جیوني اسسټنټ کمشنر طارق بلوچ د بارډر د بیا پرانیستلو رسمي اعلامیه خپره کړې ده.

 

د بارډر په پرانیستل کېدو سره د سیمې زرګونو سوداګرو، مزدورانو، ټرانسپورټرانو او دوکاندارانو ته د خپلو کاروبارونو د بیا پیلولو هیله پیدا شوې ده. د سیمه ییزو سرچینو په وینا، د کنټاني بارډر د اوږدې مودې بندۍ له امله د ګوادر او شاوخوا سیمو زرګونه کورنۍ له اقتصادي ستونزو سره مخ شوې وې.

 

د بار وړونکو موټرو تګ راتګ، د سامانونو بارول او ښکته کول، مزدوري، دوکانداري او د هوټلونو کاروبارونه هم اغېزمن شوي وو. سرچینې وايي، د بلوچستان کور کمانډر لېفټیننټ جنرل عنایت حسین د ګوادر د سفر پر مهال ډپټي کمشنر نقیب الله کاکړ ته د بارډر د بندۍ له امله د خلکو د ستونزو د بیانولو موقع په لاس ورغلې وه.

 

ډپټي کمشنر نوموړي ته ویلي وو چې کنټاني بارډر د زرګونو کورنیو د روزګار یوه مهمه سرچینه ده او اوږدې بندۍ یې د سیمې پر اقتصاد ناوړه اغېز کړی دی. تر دې وړاندې نقیب الله کاکړ د ګوادر په یوه جرګه او د اګست د ۱۴مې په مراسمو کې د بلوچستان وزیراعلیٰ میر سرفراز بګټي هم د بارډر د بندۍ له امله د پیدا شویو اقتصادي ستونزو څخه خبر کړی و.

 

د بلوچستان کور کمانډر: د سرحدي تجارت په پرانیستلو به د خلکو اقتصادي حالت ښه شي
د بلوچستان کور کمانډر: د سرحدي تجارت په پرانیستلو به د خلکو اقتصادي حالت ښه شي

 

د راپور له مخې، وزیراعلیٰ د دې مسئلې د حل لپاره د اقداماتو ډاډ ورکړی و. سرچینې وايي، د صوبايي حکومت او پوځي چارواکو له ډاډ ورکولو او د ضلعې انتظامیې له پرله پسې هڅو وروسته د کنټاني بارډر د بیا پرانیستلو پرېکړه شوې ده.

 

د سیمې سوداګر او مزدوران هیله لري چې د بارډر په پرانیستل کېدو سره به د مالونو لېږد رالېږد، ټرانسپورټ، مزدوري او نور کاروبارونه بېرته پیل شي او د ګوادر د خلکو اقتصادي ستونزې به تر یوه حده کمې شي.

 

خو تر اوسه دا نه ده څرګنده شوې چې د بارډر له لارې به کاروباري فعالیتونه په کومو شرطونو ترسره کېږي او ایا د سوداګریزو توکو پر لېږد رالېږد به کوم محدودیتونه موجود وي.