تربت (شال نیوز) : د بلوچستان کور کمانډر لېفټیننټ جنرل عنایت حسین ویلي چې د سرحدي تجارت لپاره د لارو پرانیستل به خلکو ته د روزګار لارې برابرې کړي او د هغوی د ژوند او اقتصادي حالت په ښه کېدو کې به مرسته وکړي.
نوموړي دا خبرې د بلوچستان په تربت ښار کې یوې ولسي غونډې ته کړې دي، چې پکې د کېچ، پنجګور او ګوادر ضلعو قومي مشرانو، مخورو او د بېلابېلو طبقو استازو ګډون کړی و.
لېفټیننټ جنرل عنایت حسین وویل چې له بلوچستان سره ژورې اړیکې لري او په دغه صوبه کې د تلپاتې امن ټینګښت د دوی له مهمو لومړیتوبونو څخه دی.
هغه وویل: «موږ غواړو چې د سرحدي تجارت لپاره لارې پرانیستل شي، خلکو ته د روزګار موقعې برابرې شي او هغوی وکولای شي چې خپل اقتصادي حالت ښه کړي.»
کور کمانډر زیاته کړه چې په بلوچستان کې د وسلو کلتور ختمول او صوبه د امن، پرمختګ او سوکالۍ پر لور بیول غواړي. د هغه په وینا، پاکستاني پوځ د امن او امان د ټینګښت او د خلکو د ښېګڼې لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکوي.
نوموړي وویل چې په بلوچستان کې روانې پرمختیايي پروژې به ژر بشپړې شي او په هغو سیمو کې به هم پرمختیايي کارونه روان وساتل شي چې له امنیتي ستونزو سره مخ دي.
هغه زیاته کړه چې د حکومت او امنیتي ادارو هڅه دا ده چې خلکو ته د ژوند بنیادي اسانتیاوې برابرې شي او د صوبې په بېلابېلو سیمو کې اقتصادي فعالیتونه زیات شي.
په دې ولسي غونډه کې د ایف سي ساوت بلوچستان مشر مېجر جنرل ظفر اقبال، د بلوچستان د پولیسو مشر او نورو لوړپوړو چارواکو هم ګډون کړی و.
کور کمانډر وویل چې دوی د بلوچستان راتلونکي ته په هیله ګوري او د تلپاتې امن د ټینګښت لپاره به خپلو هڅو ته دوام ورکړي. نوموړي د سرحدي تجارت د لارو د پرانیستلو په اړه د کومې مشخصې نېټې یا عملي پرېکړې اعلان ونه کړ.


نعيم اچکزئي