کابل (شال نیوز) : د طالبانو د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال، ملا عبدالغني برادر اخوند او د روسیې د لومړي وزیر، مرستیال الکسي اوورچوک په حضور کې د افغانستان او روسیې د خصوصي سکټورونو ترمنځ د ۱۰۳ میلیونه امریکايي ډالرو په ارزښت ۱۵ تفاهمنامې لاسلیک شوې دي.

 

د ریاست‌الوزراء د دفتر د معلوماتو له مخې، دغه هوکړې د دواړو هېوادونو د سوداګریزو اړیکو د پراختیا، د صادراتو او وارداتو د زیاتوالي او د اقتصادي همکاریو د پیاوړتیا په موخه لاسلیک شوې دي.

 

د دغو هوکړو له مخې به افغانستان له روسیې څخه درمل، غنم، اوړه او غوړي واردوي او په بدل کې به روسیې ته تازه مېوې، په ځانګړي ډول انار، صادروي. د اقتصادي همکاریو د دغو هوکړو یوه مهمه برخه د افغانستان د کرنیزو محصولاتو لپاره د روسیې بازار ته د لاسرسي پراخول دي.

 

د تازه انارو ترڅنګ د نورو کرنیزو محصولاتو صادرات هم د دواړو هېوادونو د سوداګریزو خبرو یوه برخه بلل کېږي. د دې هوکړو له عملي کېدو سره به افغان سوداګر وکولای شي خپل محصولات د روسیې بازارونو ته ورسوي او د صادراتو لپاره نوي فرصتونه ترلاسه کړي.

 

ملابرادر د روسیې له پلاوي سره په جلا لیدنه کې د کانونو، انرژۍ، کرنې، صنعت، ترانسپورټ، لوجستیک، رېل‌پټلۍ او زیربنایي پروژو په برخو کې د ګډو پانګونو پر فرصتونو هم خبرې کړې دي.

 

نوموړي له روسي شرکتونو غوښتي چې د افغانستان په بېلابېلو اقتصادي برخو کې پانګونه وکړي او د دغه هېواد له طبیعي سرچینو او اقتصادي ظرفیتونو ګټه واخلي. د روسیې لوري هم د افغانستان له لارې د سیمه‌ییزې سوداګرۍ او ترانزیټ د پراختیا لپاره لېوالتیا ښودلې ده.

 

 

ملابردار: روسان دې د افغانستان د کانونو کېندنې او نورو اقتصادي پروژو کې پانګونه وکړي
ملابردار: روسان دې د افغانستان د کانونو کېندنې او نورو اقتصادي پروژو کې پانګونه وکړي

 

د یادونې ده چې د افغانستان او روسیې ترمنځ سوداګریزې اړیکې په وروستیو کلونو کې پراخې شوې دي. د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت د شمېرو له مخې، په ۲۰۲۵م کال کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ ارزښت شاوخوا ۵۳۸ میلیونه ډالرو ته رسېدلی و. خو له دې ډلې د افغانستان صادرات یوازې څلور میلیونه ډالر او واردات ۵۳۴ میلیونه ډالر وو.

 

دا شمېرې ښيي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګري تر ډېره د روسیې د صادراتو په ګټه ده. تمه ده چې د ۱۵ هوکړو عملي کېدل د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ د حجم په زیاتوالي، د افغان کرنیزو محصولاتو د صادراتو په پراختیا او د دواړو هېوادونو د خصوصي سکټورونو ترمنځ د همکاریو په پیاوړتیا کې رول ولوبوي.