کابل (شال نیوز) : د طالبانو د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال، ملاعبدالغني برادر اخوند د روسیې د لومړي وزیر مرستیال، الکسي اوورچوک سره په کتنه کې غوښتنه وکړه چې روسي شرکتونه دې د افغانستان د کانونو کېندنې او نورو اقتصادي پروژو جوړولو او پراختیا کې پانګونه وکړي.
ملابرادر وویل:
“روسي شرکتونو ته بلنه ورکوو چې له افغان شریکانو سره د کانونو په استخراج، د صنعتي فابریکو، زېربناوو، ځانګړي اقتصادي زونونه او نورو اقتصادي پروژو په جوړولو او پراختیا کې پانګونه وکړي.”
دغه راز، برادر له روسیې سره سوداګري تر ممکنه لوړې کچې ته ورسوي. هغه وايي:
“موږ غواړو چې د سوداګریزو اسانتیاوو او ګډو پانګونو په پراختیا سره د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ کلنی حجم د هغوی له اقتصادي ظرفیتونو سره سم تر ممکنه لوړې کچې پورې ورسېږي.”
ملابرادر ویلي، افغانستان د خپل مهم جغرافیایي موقعیت، بډایه طبیعي سرچینو او د کار په عمر کې د ۲۴ میلیونه بشري ځواک په لرلو سره د اقتصادي ودې او ګډو پانګونو لپاره پراخ ظرفیت لري. د روسیې د لومړي وزیر مرستیال نن د یوه لوړپوړي پلاوي په مشرۍ کابل ته تللی دی.


شال نیوز