کوهاټ (شال نیوز) : د خېبر پښتونخوا د کوهاټ ضلعې په دربو کچ او خوشحال ګړھ غرنیو سیمو کې امنیتي سرچینو د عملیاتو پر مهال د ۱۸ وسله والو د وژلو ادعا کړې ده.
د امنیتي سرچینو په وینا، دغه عملیات د اباسین سیند ته نږدې په غرنیو سیمو کې شوي دي. سرچینې وايي، دا کارروایي د ګمبټ په سیمه کې د سرو زرو د غیرقانوني کیندنو پر ضد د پولیسو د عملیاتو پر مهال له وسله وال برید وروسته شوې ده.
د نومبر په ۱۱مه په دغه برید کې د ډي اېس پي حیدر زمان او سب انسپکټر مختیار په ګډون د لسو پولیسو د وژل کېدو راپور ورکړل شوی و.
امنیتي سرچینې وايي، د پولیسو له برید وروسته په سیمه کې د وسله والو پر ضد عملیات پیل شول چې په ترڅ کې یې ۱۸ وسله وال وژل شوي دي. خو د وژل شوو کسانو د پېژندګلوۍ او د عملیاتو د نورو جزییاتو په اړه لا خپلواک معلومات نه دي ترلاسه شوي.
بلخوا، په برید کې د وژل شوو پولیسو د جنازې لمونځ د کوهاټ په اېس ټي سي میدان کې ادا شوی دی. په جنازه کې د خېبر پښتونخوا ګورنر فیصل کریم کنډي، لوړپوړو حکومتي او پولیس چارواکو او د سیمې خلکو ګډون کړی دی.
د پولیسو د وژل کېدو له امله په سیمه کې د غم فضا ده، په داسې حال کې چې د امنیتي سرچینو په وینا، د وسله والو پر ضد عملیات لا هم روان دي.
د ۱۸ وسله والو د وژل کېدو شمېر د امنیتي سرچینو ادعا ده. د دې شمېرې خپلواک تصدیق او د وژل شوو کسانو پېژندګلوي لا نه ده شوې.


شال نیوز