کوهاټ (شال نیوز) : د خېبر پښتونخوا د کوهاټ ضلعې انتظامیې د سرو زرو د غیرقانوني کان کیندنې د مخنیوي لپاره په ځینو کان کیندونکو سیمو کې د دفعه ۱۴۴ لاندې د پېټرولو او نورو تېلو پر خرڅلاو او لېږد د ۶۰ ورځو لپاره بندیز لګولی دی.
د کوهاټ ډپټي کمشنر محمد نواز وزیر د جاري کړي حکم له مخې، په بلاک سي، بلاک ډي او ورسره نږدې د کان کیندنې په سیمو کې په خلاصو ډبو، بوتلونو او ګېلنونو کې د پېټرولو او نورو تېلو پر اخستلو، خرڅلاو او له یو ځای څخه بل ځای ته پر لېږد بندیز لګول شوی دی.
ضلعي انتظامیه وايي، دا ګام یې د سرو زرو د غیرقانوني کان کیندنې د مخنیوي، په اړوندو سیمو کې د قانون د عملي کولو او د ممکنه خطرونو د کمولو لپاره پورته کړی دی.
د انتظامیې په وینا، په خلاصو ډبو او نورو غیرمحفوظو طریقو د تېلو لېږد د غیرقانوني کان کیندنې په فعالیتونو کې د استعمالېدو اندېښنه پیدا کوي. ډپټي کمشنر محمد نواز وزیر ویلي، د دفعه ۱۴۴ سرغړونه کوونکو پر ضد به د قانون مطابق کارروایي کېږي.
ضلعي انتظامیې د اړوندو سیمو له اوسېدونکو، دوکاندارانو او د کان کیندنې له کاروبار سره تړلو کسانو غوښتي چې د حکومتي حکم پابندي وکړي. دا بندیز په ځانګړو کان کیندونکو سیمو کې په خلاصو لوښو کې د تېلو پر خرڅلاو او لېږد لګول شوی او د ټولې کوهاټ ضلعې د پېټرول پمپونو د بندېدو حکم نه دی ورکړل شوی.


شال نیوز