کوهاټ (شال نیوز) : د خېبر پښتونخوا په کوهاټ ضلعه کې د سرو زرو د غیر قانوني کیندنو خلاف د ضلعي انتظامیې او اړوندو محکمو ګډ عملیات روان دي. د کوهاټ ضلعي انتظامیې ویلي چې د دغو عملیاتو پر مهال یې شاوخوا ۹۴ کلومیټره سیمه د سرو زرو له غیر قانوني کیندنو پاکه کړې ده.
د انتظامیې په وینا، د سرو زرو په غیر قانوني کیندنو کې د ککړو کسانو خلاف مقدمې درج کېږي او هغه لارې او وسایل هم بند شوي چې د کیندنو لپاره به پرې سامان او نورې اسانتیاوې رسول کېدې.
چارواکو ویلي چې په دې عملیاتو کې بېلابېلې سرکاري محکمې برخه اخلي او هڅه کېږي چې په سیمه کې د سرو زرو غیر قانوني کیندنې په بشپړه توګه بندې شي.
ضلعي انتظامیې خبرداری ورکړی چې په غیر قانوني کیندنو کې ککړو کسانو ته به هېڅ رعایت نه ورکول کېږي او د قانون مطابق به ورسره چلند کېږي. انتظامیې ویلي چې دغه عملیات به تر هغه وخته روان وي چې په کوهاټ ضلعه کې د سرو زرو غیر قانوني کیندنې په بشپړه توګه ختمې شوې نه وي.
په کوهاټ کې د سیندونو او خوړونو له شګو او جغل څخه د سرو زرو د وړو ذرو راویستلو ته پلیسر ګولډ مایننګ ویل کېږي. د ضلعي انتظامیې په خپرو شوو معلوماتو کې دا نه دي ویل شوي چې تر اوسه د دغو عملیاتو په لړ کې څومره کسان نیول شوي، څو مقدمې درج شوې او څومره مشینري نیول شوې ده.


علي افضل افضال