کابل (شال نیوز) : د افغانستان متحدې جبهې تایید کړې چې د دوی یو قوماندان، اللهداد فدايي، د طالبانو له خوا نیول شوی او دا مهال د هغوی په بند کې دی.
دغې جبهې د نومبر په نهمه په یوه اعلامیه کې د فدايي نیول کېدل د اندېښنې وړ بللي او ویلي یې دي چې دا پېښه به د دوی د مبارزې هوډ کمزوری نه کړي. د متحدې جبهې مشر، جنرال سمیع سادات، ویلي چې د اللهداد فدايي د خوشې کولو لپاره به له ټولو شته لارو چارو کار واخلي.
په اعلامیه کې ویل شوي چې فدايي د افغانستان دننه په هېڅ ډول پوځي عملیاتو کې برخه نه وه اخیستې، خو د جبهې له موخو او تګلارې سره ژمن و او غوښتل یې چې په راتلونکي کې د دغې جبهې په فعالیتونو کې رول ولوبوي.
اللهداد فدايي د افغانستان د پخواني جمهوري حکومت پر مهال د لغمان ولایت امنیه قوماندان پاتې شوی دی. طالبانو څو ورځې وړاندې د هغه د نیولو خبر ورکړی و.
د نومبر په نهمه د «هندوکش غږ» په نوم رسنۍ یوه ویډیو خپره کړه چې پکې فدايي د سمیع سادات په مشرۍ له یوې ډلې سره د اړیکو، د وسلو او تجهیزاتو د ترلاسه کولو او په لغمان او نورستان کې د فعالیتونو د پلانونو په اړه خبرې کوي.
فدايي په خپره شوې ویډیو کې د طالبانو له مشرانو د بخښنې غوښتنه هم کړې ده. خو متحدې جبهې ویلي چې فدايي په افغانستان کې هېڅ پوځي عملیات نه دي ترسره کړي.
دا لا نه ده څرګنده چې فدايي په کومه نېټه، په کوم ځای او په څه ډول نیول شوی دی. همداراز، دا هم په خپلواکه توګه نه ده تایید شوې چې په ویډیو کې د هغه څرګندونې په خپله خوښه شوې دي او که تر فشار لاندې.
طالبانو تر اوسه د متحدې جبهې د تازه اعلامیې په اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.


شال نیوز