کابل (شال نیوز) : د افغانستان د پخواني جمهوري حکومت د لغمان امنیه قوماندان الله داد فدايي په یوه خپره شوې ویډیو کې ادعا کړې چې پخواني افغان جنرال سمیع سادات ورسره د وسلو او پوځي سامان په برابرولو کې مرسته کړې وه او پاکستان ته یې د سفر بلنه هم ورکړې وه.
د «هندوکش غږ» په نوم یوې رسنۍ د فدايي ویډیو خپره کړې چې نوموړی پکې د سمیع سادات سره د خپلو اړیکو او په لغمان او نورستان کې د وسله والو بریدونو د پلانونو په اړه خبرې کوي.
فدايي ادعا کړې چې سمیع سادات ورته وسلې، مهمات، د شپې لید دوربینونه او د سټارلېنک د انټرنېټ سامان برابر کړی و. نوموړي سادات ته په خطاب کې ویلي: «له ما سره د همکارۍ ولې منکر یې؟ تا ماته وسلې او مهمات اخیستي وو او د پاکستان د سفر بلنه دې هم راکړې وه.»
فدايي ویلي چې د اکتوبر په میاشت کې یې د سمیع سادات په لارښوونه د نورستان په منډول ولسوالۍ کې د یوه برید پلان جوړ کړی و. په خپاره شوي راپور کې ویل شوي چې فدايي څو ورځې وړاندې د طالبانو د امنیتي ځواکونو له خوا نیول شوی دی.
نوموړي دا ادعا هم کړې چې د سمیع سادات په مشرۍ د وسله والو فعالیتونو ملاتړ پاکستان کاوه. خو د دغو ادعاوو د ثابتولو لپاره خپلواک شواهد نه دي وړاندې شوي او د پاکستان له خوا هم د دې تورونو په اړه کوم تایید شوی رسمي دریځ نه دی ترلاسه شوی.
د افغانستان متحدې جبهې له دې وړاندې د فدايي په نوم د خپرو شویو غږیزو پیغامونو اعتبار رد کړی او ادعا یې کړې وه چې دغه پیغامونه جعلي او د مصنوعي ځیرکتیا په وسیله جوړ شوي دي.
تر اوسه دا هم نه ده معلومه چې فدايي په خپره شوې ویډیو کې خپلې څرګندونې په خپله خوښه کړې دي او که د فشار لاندې. د نوموړي د نیول کېدو دقیقه نېټه او دا چې اوس چېرته ساتل کېږي، هم نه دي روښانه شوي.
شال نیوز په خپلواکه توګه د فدايي ادعاوې او د خپرې شوې ویډیو د ثبت شرایط نه دي تایید کړي.


شال نیوز