کابل (شال نیوز) : د ملګرو ملتونو لوړپوړې استازې رباب فاطمې ویلي چې دغه اداره به افغانستان ته د ستنو شوو کډوالو لپاره د روزګار پیدا کولو، بشري مرستو رسولو او بزګرانو ته د بدیل روزګار برابرولو هڅې زیاتې کړي.
نوموړې دا څرګندونې د طالبانو د حکومت د ریاستالوزرا له اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي سره د لیدنې پر مهال کړې دي.
د طالبانو د ارګ له خوا په خپور شوي بیان کې ویل شوي چې دواړو لورو په دې لیدنه کې له ګاونډیو هېوادونو څخه د افغان کډوالو د ستنېدو، د هغوی د استوګنې، روزګار او نورو بنيادي ضرورتونو په اړه خبرې کړې دي.
د بیان له مخې، رباب فاطمې ویلي چې ملګري ملتونه به هڅه وکړي څو ستنو شوو کډوالو ته د کار لارې پیدا کړي، له اړمنو کورنیو سره مرستې زیاتې کړي او هغو بزګرانو ته د عاید بدیلې لارې برابرې کړي چې اقتصادي ستونزې لري.
مولوي عبدالسلام حنفي په دې لیدنه کې ویلي چې افغانستان ته له اتو میلیونو زیات کډوال ستانه شوي او د دومره لوی شمېر خلکو بېرته راتګ د استوګنې، خوراک، روغتیا او روزګار په برخو کې ستونزې زیاتې کړې دي.
خو د حنفي له خوا د وړاندې شوي شمېر خپلواک تایید نه دی شوی او دا هم نه دي څرګند شوي چې دغه کډوال په کومه موده کې افغانستان ته ستانه شوي دي.
د طالبانو د حکومت په بیان کې د ملګرو ملتونو د نویو پروګرامونو د بودیجې، د عملي کار د پیل او د هغو کورنیو د شمېر په اړه معلومات نه دي ورکړل شوي چې له دې مرستو به ګټه اخلي.
افغانستان په وروستیو کلونو کې له پاکستان او ایران څخه د لوی شمېر کډوالو د ستنېدو له امله له اقتصادي او بشري ستونزو سره مخ دی. ډېری ستنې شوې کورنۍ د کور، کار او نورو بنيادي اسانتیاوو د نشتوالي شکایتونه کوي.


شال نیوز