انقره (شال نیوز) : د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره په ټیلیفوني خبرو کې ویلي چې د ایران او امریکا ترمنځ روان کړکېچ باید ختم او د دواړو هېوادونو اختلافونه د خبرو اترو او سفارتي لارو حل شي.

 

د ترکیې د ولسمشرۍ د اطلاعاتو ادارې د نومبر په اوومه په یوه بیان کې ویلي چې دواړو مشرانو د شنبې په ورځ د ترکیې او امریکا پر دوه اړخیزو اړیکو او د سیمې او نړۍ پر مهمو سیاسي او امنیتي پرمختګونو خبرې کړې دي.

 

د بیان له مخې، اردوغان ټینګار کړی چې د ایران او امریکا ترمنځ د اختلافونو د حل لپاره باید سفارتي هڅې زیاتې شي او ترکیه به په سیمه کې د سولې د ټینګښت لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي.

 

اردوغان دا څرګندونې په داسې وخت کې کړې چې د ایران او امریکا ترمنځ د روان کړکېچ د کمولو لپاره د سیمې د یو شمېر هېوادونو له خوا سفارتي هڅې روانې دي. د ترکیې ولسمشر د روسیې او اوکراین د جګړې په اړه هم خبرې کړې او هیله یې څرګنده کړې چې د سولې لپاره روانې سفارتي هڅې به مثبتې پایلې ولري.

 

د امریکا او ایران ترمنځ د موافقې لپاره د قطر نوې هڅې؛ د هرمز تنګی به پرانیستل شي؟
د امریکا او ایران ترمنځ د موافقې لپاره د قطر نوې هڅې؛ د هرمز تنګی به پرانیستل شي؟

 

نوموړي ویلي چې ترکیه به د دغې جګړې د ختمولو لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي او له روسیې او اوکراین سره د اړیکو او خبرو اترو زیاتول یې مهم بللي دي. د ترکیې د ولسمشرۍ د اطلاعاتو ادارې په وینا، اردوغان له ټرمپ سره په خبرو کې د انقرې او واشنګټن ترمنځ د اړیکو د لا پراخېدو هیله هم څرګنده کړې ده.

 

اردوغان د ترک ژبو هېوادونو د سازمان د سرمشریزې د ملاتړ له امله له ټرمپ څخه مننه هم کړې ده. د ترکیې د حکومت په خپاره شوي بیان کې دا نه دي ویل شوي چې ټرمپ د ایران او امریکا ترمنځ د کړکېچ د کمولو په اړه د اردوغان وړاندیز ته څه ځواب ورکړی او یا دواړو مشرانو په دې تړاو پر کوم مشخص اقدام موافقه کړې ده.