اسلام‌اباد (شال نیوز) : د جمعیت علمای اسلام مشر مولانا فضل الرحمان په خېبر پښتونخوا کې د ګورنر راج او ایمرجنسي پر نافذولو سختې نیوکې کړې او له حکومته یې پوښتلي چې د دغو اقداماتو مقصد د ترهګرۍ ختمول دي او که د قبایلي سیمو معدني زېرمو ته لاسرسی پیدا کول؟

 

مولانا فضل الرحمان په اسلام‌اباد کې یوې غونډې ته د وینا پر مهال ویلي چې حکومت د ترهګرۍ خلاف د عملیاتو خبره کوي، خو د ده په وینا، له هر ډول عملیاتو وروسته ترهګري د کمېدو پر ځای نوره هم زیاتېږي.

 

هغه ویلي: «زموږ پوښتنه دا ده چې ستاسو اقدامات د ترهګرۍ خلاف دي او که زموږ په غرونو کې د موجودو معدني زېرمو د لوټلو لپاره دي؟»

 

نوموړي ویلي چې دوی د ولس، قبایلو او د صوبو د خلکو نمائندګي کوي او حکومت باید دا خبره واضحه کړي چې په خېبر پښتونخوا کې یې ایمرجنسي او ګورنر راج ولې نافذ کړي دي.

 

مولانا فضل الرحمان ویلي چې حکومت د ترهګرۍ د ختمولو دعوه کوي، خو د ده په وینا، امنیتي عملیات تر اوسه د ترهګرۍ په مخنیوي کې نه دي بریالي شوي.

 

هغه دا شک هم څرګند کړی چې ښايي د امنیتي عملیاتو تر شا نور مقصدونه موجود وي. د جمعیت علمای اسلام مشر د خپل ګوند د مرکزي دفتر مخې ته د تجاوزاتو په نوم پر اقداماتو هم اعتراض کړی دی.

 

هغه ویلي چې چارواکي د جنرېټر د اېښودلو او د کېبن د جوړولو په څېر مسئلو باندې پوښتنې کوي، خو د قبایلي سیمو د غرونو او معدني زېرمو په اړه د ولس پوښتنو ته ځواب نه ورکوي. مولانا فضل الرحمان د مدرسو په اړه هغه تورونه هم رد کړي چې ګواکې شل زره مدرسې د ده تر واک لاندې دي.

 

هغه ویلي چې هره مدرسه خپل مهتمم لري، چې د مدرسې لپاره ځمکه برابروي، چندې ټولوي، تعمیر یې کوي او انتظامي چارې یې پر مخ وړي. د ده په وینا، مدرسې وروسته د وفاق المدارس له نظام سره یوځای کېږي.

 

نوموړي ویلي چې د مدرسو په اړه د داسې تورونو لګول د حقیقت خلاف پروپاګنډ دی. مولانا فضل الرحمان د جمعیت علمای اسلام تاریخ ته په اشاره ویلي چې د دوی ګوند د انګرېزانو د واکمنۍ خلاف د ازادۍ له تحریک سره تړاو لري او اوس هم د هماغې مبارزې تسلسل دی.

 

پېښور هایکورټ د ایمرجنسي او ګورنر راج خلاف درخواستونه د اورېدنې له فهرسته لرې کړل
پېښور هایکورټ د ایمرجنسي او ګورنر راج خلاف درخواستونه د اورېدنې له فهرسته لرې کړل

 

هغه ویلي: «جمعیت علمای اسلام تاسو نه دی جوړ کړی. موږ د انګرېزانو د اسټېبلشمنټ خلاف د ازادۍ د تحریک تسلسل یو.» د جمعیت علمای اسلام مشر ویلي چې د دوی د پارولو هڅې کېږي، خو دوی به په اشتعال کې نه راځي.

 

هغه د سیاسي غونډو او اجتماعاتو پر محدودیتونو هم نیوکې کړې او ویلي یې دي چې په پاکستان کې ځینې هغه کسان لوړو حکومتي عهدو ته رسېدلي چې د ریاستي ادارو خلاف یې سختې خبرې کړې دي، خو نور بیا د سیاسي فعالیتونو له محدودیتونو سره مخ دي.

 

مولانا فضل الرحمان ویلي چې هغه کسان چې ملک او پوځ خپل ګڼي، د سیاسي غونډو او اجتماعاتو له کولو منع کېږي. هغه زیاته کړې چې که په یوه ځای کې د دوی د اجتماع مخه ونیول شي، نو په بل ځای کې به غونډه کوي.

 

د نوموړي په وینا، جمعیت علمای اسلام له دې ډول فشارونو سره پخوا هم مخ شوی او خپلې سیاسي هلې ځلې به جاري ساتي.