پېښور (شال نیوز) : د پاکستان هلال احمر او د ترکیې هلال احمر په ګډه د پېښور د دیر کالونۍ د سکول د پېښې ۷۰ اغېزمنو کورنیو ته خوراکي مرستې ورکړې دي.

 

د پاکستان هلال احمر د معلوماتو له مخې، هرې کورنۍ ته د ۵۴ کلوګرامه خوراکي توکو یوه بسته ورکړل شوې چې پکې اوړه، وریجې، غوړي، د مسورو او مونګو دال، سپین چڼې، بوره، چای او مالګه شامل دي.

 

د دغو مرستو موخه د اغېزمنو کورنیو د خوراکي اړتیاوو پوره کول او په سختو حالاتو کې له هغوی سره مرسته کول بلل شوي دي. د دیر کالونۍ د سکول په پېښه کې یو شمېر زده کوونکو او ښوونکو ژوند له لاسه ورکړی او ګڼ نور ژوبل شوي وو.

 

د پاکستان هلال احمر عمومي سېکرټر محمد عبیدالله خان د مرستو د وېش پر مهال وویل چې اداره یې د اغېزمنو کورنیو له غم او ستونزو خبره ده او هڅه کوي چې له هغوی سره د اړتیا وړ مرستې وکړي.

 

نوموړي وویل چې د ترکیې د هلال احمر په همکارۍ یې ۷۰ کورنیو ته خوراکي توکي برابر کړي، څو د هغوی د ورځني ژوند ځینې ستونزې کمې شي.

 

محمد عبیدالله خان د ترکیې د هلال احمر د همکارۍ ستاینه وکړه او ویې ویل چې د پاکستان هلال احمر د مشرې فرزانه نایک په لارښوونه به له اړمنو خلکو سره مرستې روانې وي.

 

په پاکستان کې د ترکیې د هلال احمر مشر کان سانر وویل چې اداره یې د طبیعي پېښو، ناورینونو او نورو سختو حالاتو پر مهال له اغېزمنو خلکو سره مرستو ته ژمنه ده.

 

هغه وویل چې د پاکستان او ترکیې د هلال احمر ترمنځ همکاري د دواړو هېوادونو د اوږدمهالو اړیکو او بشري مرستو یوه برخه ده. د کان سانر په وینا، دوی هیله لري چې دغه خوراکي مرستې به د اغېزمنو کورنیو ځینې ستونزې کمې کړي.

 

پېښور کې د شخصي سکول د چت راپرېوتو پېښه کې ۳۳ ماشومان او یوه استاده مړه شوي
پېښور کې د شخصي سکول د چت راپرېوتو پېښه کې ۳۳ ماشومان او یوه استاده مړه شوي

 

د خېبر پښتونخوا د هلال احمر مشر فرزند علي وزیر وویل چې د دیر کالونۍ پېښې نه یوازې اغېزمنې کورنۍ، بلکې د سیمې ټول خلک غمجن کړي دي. نوموړي وویل چې په داسې حالاتو کې له اغېزمنو کورنیو سره مرسته کول د بشري ادارو او ټولنې ګډ مسئولیت دی.

 

د خېبر پښتونخوا د هلال احمر سېکرټر عابد رحمان مروت هم د پاکستان او ترکیې د هلال احمر د کارکوونکو د هڅو ستاینه وکړه او ویې ویل چې د دغو مرستو په برابرولو او وېش کې د دواړو ادارو ټیمونو برخه اخستې ده.

 

د مرستو ترلاسه کوونکو کورنیو د پاکستان او ترکیې له هلال احمر څخه مننه کړې او ویلي یې دي چې په سخت وخت کې دغه ډول مرستې د هغوی لپاره د ډاډ او ملاتړ سبب ګرځي. د پاکستان او ترکیې هلال احمر ویلي چې له اړمنو او له پېښو اغېزمنو خلکو سره به خپلو ګډو بشري مرستو ته دوام ورکوي.