واشنګټن (شال نیوز) : د امریکا د کانګرس په منځمهالو ټاکنو کې د ډیموکراټ ګوند له بریا وروسته، د ټکنالوژۍ د سترو شرکتونو د ونډو بیې راټیټې شوې دي. راپورونه وايي چې د ونډو د بیو د کمېدو له امله د نړۍ د درېیو مشهورو میلیاردرانو شتمنۍ هم په پراخه کچه کمې شوې دي.

 

د راپورونو له مخې، د ټېسلا د مشر ایلان ماسک، د اېنویډیا د مشر جنسن هوانګ او د اوریکل د بنسټګر لاري الیسن د شتمنیو ارزښت په یوه ورځ کې شاوخوا ۱۰۵ میلیارده ډالره کم شوی دی. خو د دې شمېرې خپلواک تایید لا نه دی شوی.

 

د نومبر په پنځمه د امریکا د ونډو په بازار کې د ټکنالوژۍ د یو شمېر لویو شرکتونو د ونډو بیې راولوېدلې. د ناسډاک شاخص، چې د ټکنالوژۍ د شرکتونو ونډې پکې ډېرې دي، پنځه نیم سلنه او د اېس اېنډ پي ۵۰۰ شاخص ۴.۴ سلنه ټیټ شوی دی.

 

په همدې ورځ د مصنوعي ځیرکتیا لپاره د کمپیوټري چپونو جوړولو د شرکت اېنویډیا ونډې نهه سلنه، د مایکرون ۱۷.۵ سلنه او د اې اېم ډي ونډې ۱۷ سلنه راټیټې شوې دي.

 

د مالي بازارونو د راپورونو له مخې، پانګه‌وال اندېښنه لري چې د امریکا په کانګرس کې د ډیموکراټانو له بریا وروسته به د مصنوعي ځیرکتیا لپاره د معلوماتو د لویو مرکزونو پر جوړولو نوي محدودیتونه ولګول شي.

 

دغه مرکزونه، چې په انګلیسي کې ورته ډېټا سنټرونه ویل کېږي، د معلوماتو د ساتلو او پروسس کولو لپاره کارول کېږي. د مصنوعي ځیرکتیا د ټکنالوژۍ پراختیا د دغو مرکزونو اړتیا زیاته کړې او امریکايي شرکتونه پرې میلیاردونه ډالره لګوي.

 

د امریکا منځمهاله ټاکنې؛ ډیموکراتانو د کانګرس په دواړو جرګو کې مهمې بریاوې ترلاسه کړې
د امریکا منځمهاله ټاکنې؛ ډیموکراتانو د کانګرس په دواړو جرګو کې مهمې بریاوې ترلاسه کړې
جي ډي ونس: له ایران سره جګړه په ټاکنو کې زموږ د ماتې اصلي لامل دی
جي ډي ونس: له ایران سره جګړه په ټاکنو کې زموږ د ماتې اصلي لامل دی

 

په امریکا کې د دغو مرکزونو د جوړولو پر لګښتونو، د برېښنا پر زیات استعمال او پر چاپېریال د هغوی د اغېزو په اړه هم بحثونه روان دي. د نومبر د درېیمې په منځمهالو ټاکنو کې ډیموکراټ ګوند د کانګرس د استازو جرګې او مشرانو جرګې اکثریت ګټلی دی. د نوي کانګرس کار به د ۲۰۲۷ کال په جنورۍ کې پیل شي.

 

د کانګرس د دواړو جرګو واک ته د ډیموکراټانو رسېدل به هغوی ته دا واک ورکړي چې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د حکومت پر تګلارو، بودیجې او د ادارې پر فعالیتونو زیاتې پوښتنې وکړي او د قوانینو په جوړولو کې مهم رول ولوبوي.

 

خو تر اوسه څرګنده نه ده چې نوی کانګرس به د مصنوعي ځیرکتیا او د معلوماتو د مرکزونو په اړه کوم نوي قوانین تصویب کړي. د ونډو د بازارونو شنونکي اوس څاري چې د ټکنالوژۍ د شرکتونو د ونډو د بیو کمېدل به څومره دوام وکړي او د مصنوعي ځیرکتیا په برخه کې به پر راتلونکو پانګونو څه اغېز ولري.