میر علي (شال نیوز) : د شمالي وزیرستان په ګلشن جومات کې د سیاسي اتحاد شمالي وزیرستان تر سیوري لاندې د بېلابېلو سیاسي ګوندونو د سیمه‌ییزو مشرانو غونډه شوې ده.

 

د نومبر ۵ مه په غونډه کې د جمعیت علمای اسلام، جماعت اسلامي، عوامي نیشنل ګوند، پښتونخوا ملي عوامي ګوند، پاکستان پیپلز ګوند او نیشنل ډیموکراټیک غورځنګ استازو ګډون کړی و.

 

د غونډې ګډونوالو د شمالي وزیرستان پر امنیتي وضعیت، روانو ستونزو او د سیمې پر وړاندې پر شته ننګونو خبرې کړې دي.

 

شمالي وزیرستان کې د وسله‌والو پر ضد د عملیاتو پیل؛ حکومت له وسله‌والو ډلو سره خبرې نه کوي
شمالي وزیرستان کې د وسله‌والو پر ضد د عملیاتو پیل؛ حکومت له وسله‌والو ډلو سره خبرې نه کوي

 

دا غونډه داسې مهال شوې چې حکومت په میرعلي تحصیل کې د پوځي عملیاتو اعلان کړی دی. د غونډې ګډونوالو د عملیاتو له اعلان وروسته د رامنځته شوي وضعیت، د امنیتي اندېښنو او پر ځايي خلکو د احتمالي اغېزو په اړه بحث کړی دی.

 

ګډونوالو د سیمې د ستونزو د هواري او د سولې د ټینګښت لپاره پر ګډې تګلارې د جوړولو ټینګار کړی دی.