پېښور (شال نیوز) : پېښور هایکورټ د تجاوزاتو پر ضد د عملیاتو په اړه د دوو کسانو د درخواستونو اورېدنې پر مهال ضلعي انتظامیه د درخواست کوونکو پر ضد له نورو اقداماتو منع کړې ده. د جسټس سید ارشد علي او جسټس محمد فهیم ولي دوه کسیز بینچ د فیصل قریشي او نعمان په نوم د دوو کسانو درخواستونه اورېدلي دي.

 

درخواست کوونکو عدالت ته ویلي چې د پېښور په سرکلر روډ کې یې د تجاوزاتو پر ضد د عملیاتو پر مهال دوکان نړول شوی، خو له دې وړاندې ورته هېڅ نوټس نه و ورکړل شوی.

 

د اورېدنې پر مهال جسټس سید ارشد علي له سرکاري وکیل څخه پوښتنه کړې چې د تجاوزاتو پر ضد له عملیاتو وړاندې اړوندو کسانو ته نوټس ورکول کېږي او که نه؟ هغه ویلي، له نوټس پرته د چا پر ضد څنګه اقدامات کېدای شي؟

 

عدالت ضلعي انتظامیه د درخواست کوونکو پر ضد له نورو اقداماتو منع کړې او اړوندو افسرانو ته یې امر کړی چې په راتلونکې اورېدنه کې حاضر شي او خپل راپور وړاندې کړي. عدالت د دې موضوع په اړه د ټولو اړوندو درخواستونو د ګډې اورېدنې لپاره د نومبر پنځمه نېټه ټاکلې وه.

 

پېښور : په رنګ روډ له ۴۵۰ څخه زیات دوکانونه، مارکیټونه او نورې ودانۍ ړنګې شوې
پېښور : په رنګ روډ له ۴۵۰ څخه زیات دوکانونه، مارکیټونه او نورې ودانۍ ړنګې شوې

 

بلخوا، د پېښور ضلعي انتظامیې ویلي چې د تجاوزاتو پر ضد د عملیاتو په ترڅ کې یې تر اوسه ۴۱۰ کناله سرکاري ځمکه بېرته ترلاسه کړې او ۵۷۰ دوکانونه او ودانۍ یې نړولي دي. د انتظامیې په وینا، د بېرته ترلاسه شوې ځمکې او جایدادونو ارزښت له ۲۹ اربه او ۵۰ کروړه روپیو څخه زیات دی.

 

د هایکورټ حکم یوازې د درخواست کوونکو پر ضد د نورو اقداماتو د مخنیوي په اړه دی او په ټول پېښور کې د تجاوزاتو پر ضد د عملیاتو د بندولو امر نه دی شوی.