پېښور (شال نیوز) : د پېښور ضلعي انتظامیې ویلي چې د رنګ روډ په اوږدو کي یې د سرکاري ځمکو د بېرته ترلاسه کولو لپاره له ۴۵۰ څخه زیات دوکانونه، مارکیټونه او نورې ودانۍ ړنګې کړې دي.

 

د پېښور ډپټي کمشنر آفاق وزیر ویلي چې دغه عملیات تېره اوونۍ د ګړۍ قمر دین له سیمې پیل شوي وو او وروسته جمیل چوک، پیر زکوري فلای اوور، پشتخره چوک او د رنګ روډ نورو برخو ته وغځېدل.

 

د انتظامیې په وینا، په دغو عملیاتو کي د پېښور پرمختیايي ادارې او نورو سرکاري محکمو کارکوونکو برخه اخیستې ده. چارواکي وايي چې د عملیاتو مقصد د سرکاري ځمکو بېرته ترلاسه کول، د سړکونو پراخول او د ټرافیک ستونزې کمول دي.

 

بلخوا یو شمېر اغېزمنو دوکاندارانو شکایت کړی چې له مخکې خبر ورکولو پرته یې دوکانونه ړنګ شوي او د روزګار وسیلې یې له لاسه ورکړې دي. په چارسده، شېرپاو او تنګي کي هم انتظامیې د غیرقانوني ودانیو او قبضو خلاف عملیات کړي دي. په تنګي کي د یوه بانک څانګه هم سیل شوې ده.

 

په ډېره اسماعیل خان کي هم د چشمه روډ او سي آر بي سي چوک په شاوخوا کي د سرکاري ځمکو د بېرته ترلاسه کولو لپاره عملیات شوي دي. د انتظامیې په وینا، په دغو عملیاتو کي د کروړونو روپیو په ارزښت سرکاري ځمکه بېرته ترلاسه شوې ده.

 

چارواکي وايي چې د غیرقانوني قبضو خلاف به عملیات دوام لري، خو اغېزمن سوداګر غوښتنه کوي چې د دوکانونو له ړنګولو مخکې دې قانوني طریقه عملي شي او د هغوی شکایتونه دې واورېدل شي.

 

تر اوسه دا نه ده څرګنده چې د ړنګو شوو ټولو ودانیو مالکانو ته له مخکې قانوني نوټسونه ورکړل شوي وو که نه او د کومو ودانیو د ملکیت اسناد موجود وو.