کابل (شال نیوز) : د طالبانو د حکومت ویاند، ذبیحالله مجاهد وايي، دوی له پاکستان سره د روان کړکېچ د پای ته رسولو او د ترینګلتیاوو د کمولو لپاره خبرو اترو ته چمتو دي او په دې برخه کې د هر هېواد د منځګړیتوب هرکلی کوي.
مجاهد ویلي، د امریکا په ګډون هر هېواد کولای شي د دواړو هېوادونو ترمنځ د ستونزو د هواري لپاره رغنده رول ولوبوي.
نوموړي د چین، ترکیې، قطر، سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو د هڅو ستاینه کړې او ویلي یې دي چې یاد هېوادونه په دې وروستیو کې د کابل او اسلاماباد ترمنځ د کړکېچ د کمولو لپاره هڅې کړې دي.
هغه ټینګار کړی چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ د اختلافاتو د هواري یوازېنۍ مناسبه لار خبرې اترې دي او دوی چمتو دي چې ستونزې د خبرو له لارې حل کړي.
مجاهد يوځل بیا د روان کړکېچ د رامنځته کېدو پړه پر پاکستان اچولې او ویلي یې دي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ جګړه د هېڅ لوري په ګټه نه ده او د سیمې پر ثبات او امنیت منفي اغېزې لري.
د طالبانو ویاند د پاکستان هغه ادعاوې هم رد کړې چې د دغه هېواد امنیتي ستونزې له افغانستان سره تړاو لري. نوموړي ویلي، په افغانستان کې هېڅ ترهګره یا وسلهواله ډله فعالیت نه لري او اسلاماباد نه شي کولای د خپلو امنیتي ستونزو مسوولیت پر کابل واچوي.
د هغه په وینا، د افغانستان خاوره به د هېڅ هېواد پر ضد ونه کارول شي او پاکستان باید خپلې امنیتي ستونزې د کورنیو اقداماتو له لارې حل کړي. تر اوسه پاکستان د طالب ویاند د یادو څرګندونو په اړه غبرګون نه دی ښودلی.


شال نیوز