ټانک (شال نیوز) : د خېبر پښتونخوا د ټانک ضلعې د جیوس سیمې ته نږدې د پولیو د واکسین څلور کارکوونکي تښتول شوي چې په هغوی کې د محسود پرېس کلب د کېمره مېن عیدین ملک پلار، محمد قدیر هم شامل دی.
د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې، محمد قدیر د صحت ټېکنیشن دی او د پولیو د واکسین په کمپاین کې یې په ډېر کم معاوضه کار کاوه. نوموړی د شکر په ناروغۍ هم اخته دی چې له امله یې کورنۍ د هغه د روغتیا او ژوند په اړه اندېښنه لري.
د محمد قدیر واړه ماشومان د خپل پلار د بېرته راتګ په تمه دي. د نورو دریو تښتول شوو کارکوونکو کورنۍ هم د خپلو خپلوانو د برخلیک په اړه اندېښمنې دي.
د پېښې په اړه په خپره شوې غوښتنه کې ویل شوي چې د پولیو کارکوونکي د ماشومانو د روغتیا لپاره خدمت کوي او باید د هغوی ژوند او خوندیتوب ته پام وشي.
په غوښتنه کې له تښتوونکو غوښتل شوي چې له هر ډول اختلافونو او غوښتنو پرته دې د دغو څلورو کسانو د کورنیو ستونزې په پام کې ونیسي او هغوی دې ژر تر ژره په خوندي توګه خوشې کړي.
د خېبر پښتونخوا ګورنر فیصل کریم کنډي هم د دغو څلورو کارکوونکو د تښتول کېدو د پېښې په اړه له اړوندو چارواکو غوښتي چې د هغوی د خوندي خوشې کولو لپاره فوري اقدامات وکړي.
تر اوسه د دغو څلورو کسانو د خوشې کېدو په اړه کوم تایید شوی خبر نشته. دا هم نه ده څرګنده چې هغوی چا تښتولي او د تښتولو علت یې څه دی. د پېښې مسؤلیت تر اوسه کومې ډلې نه دی منلی.


شال نیوز