ټانک (شال نیوز) : د خېبر پښتونخوا ګورنر فیصل کریم کونډي په ټانک ضلعه کې د پولیو د څلورو کارکوونکو د تښتول کېدو د پېښې نوټس اخستی او پولیسو او اړوندو چارواکو ته یې لارښوونه کړې چې د هغوی د خوندي خوشې کولو لپاره سمدستي ګامونه واخلي.
د ګورنر د دفتر له خوا د نومبر په درېیمه په خپاره شوي بیان کې ویل شوي چې فیصل کریم کنډي د پولیو د کارکوونکو تښتول غندلي او د پېښې په اړه یې له اړوندو چارواکو د اقداماتو غوښتنه کړې ده.
ګورنر ویلي چې د پولیو کارکوونکي د ماشومانو د روغتیا ساتلو او له پولیو څخه د هغوی د ژغورلو لپاره مهمه دنده ترسره کوي او د دغو کارکوونکو امنیت برابرول د حکومت مسؤلیت دی.
د پولیسو د معلوماتو له مخې، دغه څلور کارکوونکي د نومبر په دویمه، د دوشنبې په ورځ تښتول شوي وو، خو تر اوسه دا نه ده څرګنده چې هغوی چا تښتولي او چېرته ساتل کېږي.
د تښتول شوو کسانو د هویت، روغتیايي وضعیت او د تښتوونکو د غوښتنو په اړه هم نور معلومات نه دي خپاره شوي. دا پېښه په داسې وخت کې شوې چې د خېبر پښتونخوا په بېلابېلو ضلعو کې ماشومانو ته د پولیو ضد څاڅکو ورکولو لړۍ روانه ده.
د پولیو د مخنیوي په کمپاینونو کې روغتیايي کارکوونکي کور په کور ګرځي او هڅه کوي چې له پنځو کلونو څخه کم عمره ماشومان واکسین کړي.
په خېبر پښتونخوا کې له دې وړاندې هم د پولیو پر ډلو او د هغوی پر امنیت ګومارل شوو پولیسو بریدونه شوي دي. دغو پېښو د واکسین د کمپاینونو د امنیت په اړه اندېښنې زیاتې کړې دي.
د ټانک د تازه پېښې په اړه لا دا نه ده څرګنده چې تښتول شوي کسان د واکسین ورکولو پر مهال نیول شوي او که په بل ځای کې. تر دې مهاله د هغوی د خوشې کېدو پخلی نه دی شوی او د تښتونې مسؤلیت هم کومې ډلې نه دی منلی.


شال نیوز