مومند (شال نیوز) : د مومندو ضلعې د پنډیالۍ تحصیل په تمانزو سیمه کي ناڅرګنده وسله والو پر هغو پولیسو ډزې کړې دي چي د پولیو د واکسین د ډلې د ساتني لپاره ورسره ملګري وو. په برید کي دوه پولیس وژل شوي او یو بل ژوبل شوی دی.

 

د پولیسو د سرچینو په وینا، په وژل شوو پولیسو کي عربي او ظهور شامل دي او صابر نومی پولیس ژوبل شوی دی.

 

تر برید وروسته د پولیسو اضافي نفري سیمي ته رسېدلې او د برید کوونکو د موندلو لپاره یې د لټون عملیات پیل کړي دي.

 

تر اوسه د برید ذمه واري چا نه ده منلې او د برید علت هم نه دی څرګند شوی.